ټاکنو کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ځنډولو غوښتنه کړې

ټاکنې د انځور حقوق Getty Images

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون رسماً ویلي، کېدای شي، د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د ولسي جرګې له راتلونکو ټاکنو سره یو ځای چې د تلې میاشتې پر ٢٨ مه کېږي و نه شي.

دغه کمیسیون له حکومته غوښتي چې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې د څلورو میاشتو لپاره وځنډوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات بي بي سي ته وویل، د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو د ځنډولو غوښتنه یې، له هغې کمېټې کړې چې د قانون له مخې د ټاکڼو ځنډولو واک لري:

''د ټاکنو قانون دې لړ کې په څرګند ډول وايي، که په یوه حوزه یا ټوله کې ټاکنې بحراني کېږي یا هلته زمینه نه وي ورته برابره، نو د ټاکنو خپلواک کمېسیون کولای شي موضوع اړوند کمیسیون ته ولېږي، چې د امنیت شورا مشر او مرستیالان، د ولسي او مشرانو جرګو مشران، د اساسي قانون د څار بنسټ رییس او د سترې محکمې رییس یې غړیتوب لري او وروسته به دوی پرېکړه کوي، چې تر څلورو میاشتو پورې به پر کومه نېټه ټاکنې تر سره کېږي، که چېري بیا هم په هغه حوزه کې وضعیت ښه نه شي، دوی کولای شي د نورو څلورو میاشتو لپاره هم دغه دوره وغځوي. ''

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و، د ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره په ۱۲۰ ولسوالیو کې هیڅ ښځینه کاندیده نه شته او په ۴۲ ولسوالیو کې بیا نه نارینه او نه هم ښځینه کاندیدان شته.

د دغه کمېسیون په وینا کېدای شي په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ګانو، دواړو ټاکنې وځنډېږي.

د ټاکنو خپلواک کميسیون وایي، هغه کاندیدان چې تر ټاکلې مودې مخکې یې په بېلا بېلو بڼو ځانته کمپاین پیل کړی، که له کمپاینه لاسه وانخلي کېدای شي د نوماندۍ له وروستي نوملړه یې نومونه لرې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنو خپلواک کمېسیون ویلي و، د ولسوالیو شوراګانو راتلونکو ټاکنو کې د ګډون لپاره په ۱۲۰ ولسوالیو کې هیڅ ښځینه کاندیده نه شته

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مخکې ویلي و، د ناامنيو له امله نه دي توانیدلي په یو شمېر ولسوالیو کې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې مرکزونه پرانیزي.

نړیوالې ټولنې او افغان حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د را روانو ټاکنو پر وخت تر سره کېدو پر موضوع څو ځله ټینګار کړی.

ورته مطالب