''افغانستان کې د اوبو کړکېچ، تر ناامنۍ جدي ستونزه کېدای شي''

د اوبو ټانکۍ
Image caption د اوبو اړوند افغان چارواکي وايي که د اوبو کموالي ستونزه حل نه شي، دغه هېواد به له جدي کړکیچ سره مخامخ شي.

افغان چارواکي وايي، هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو کموالی بحراني پړاو ته رسېدلی. دوی وايي، د اوبو کچه په یو شمېر ولایتونو کې ان تر ۲۰ متره ښکته شوې.

ددوی په باور، د کابل ښار د ځمکې لاندې اوبه په غوره حالت کې یوازې د دوو میلیون کسانو اړتیا پوره کولی شي حال دا چې ویل کېږي دلته شاوخوا پنځه میلیونه وګړي ژوند کوي.

د اوبو اړوند افغان چارواکي وايي، که د اوبو کموالي ستونزه حل نه شي، دغه هېواد به له جدي کړکېچ سره مخامخ شي.

د کابل چهلستون اوسېدونکي ظاهر الکوزي کور ته ورغلم، لومړی مې سترګې په څو ژېړو بوشکو ولګېدې چې د څاه څنګ ته پرتې وې.

د ده په کور کې دوې څاګانې وې. ظاهر راته ویل چې لومړۍ څاه یې درې وارې، لومړی ځل دوولس، دویم وار اتلس او دریم ځل دېرش متره ژوره کړې وه، خو بیا هم د دغه څاه اوبه وچې شوې.

بلاخره ظاهر اړ شوی چې یو بل څاه د پنځوس متره په اوږدو وکېندي:

"زموږ په سیمه کې خلک ډېر د اوبو د کموالي له ستونزې سره مخ شوي دي، زموږ په کوڅه کې هرچا دوې څاګانې کېندلې، خو بیا یې هم د اوبو کموالي ستونزه نه ده حل شوې. دوی اړ دي چې له لرې سیمو اوبه راوړي."

Image caption ظاهر وايي، دوه څاګان یې وکیندل خو لا یې هم اوبه کمې دي.

د ظاهر د اوسېدو سیمه څه ناڅه غریب مېشتې ده، د نوموړي وروستۍ کیندل شوې څاه د ګاونډیو لپاره د اوبو ترلاسه کولو مناسبه سرچینه وه، خو د دې څاه د اوبو کموالي ګاونډیان هم د ظاهر له دروازې پښه نیولې کړي، ځکه دا څاه اوس یوازې کولای شي چې د ظاهر د کورنۍ د څښاک اوبه برابرې کړي.

د افغانستان په ځینو سیمو کې د څاګانو ژورولو سیالي روانه ده. د ځمکې لاندې اوبه له خلکو تښتي، خو دوی یې د ترلاسه کولو لپاره ان دویم او دریم ځل څاه ګانې کیندلې.

"کابل کې د ځمکې لاندې اوبو ناسم کارول لوی ګواښ دی"

'د کابل ۷۰ سلنه ځمکې لاندې اوبه ککړې دي'

ښار کې اوبو درېدو، کابل ښاروالي بېړنۍ کمېټې جوړولو ته اړ کړه

دې کار همداراز د خلکو مالي سرچینې هم وچېدو ته نژدې کړي؛ ځکه په افغانستان کې پنځوس متره څا د سیمو په توپیر په اوسط ډول له ۵۰ زرو تر ۱۰۰ زره افغانۍ لګښت لري.

د اقتصاد کمزوري او نورو ستونزو ته په کتو، اوس د افغانستان په ځینو سیمو کې خلکو د اوبو رسولو شخصي او دولتي شرکتونو ته مخه کړې، خو هغوی هم د ژورو څاګانو په درلودو نه دي توانېدلي چې په سم ډول د خلکو د اړتیا وړ اوبه ورورسوي.

Image caption د افغانستان په ځینو سیمو کې د څاګانو ژورولو سیالي روانه ده، د ځمکې لاندې اوبه له خلکو تښتي، خو دوی یې د ترلاسه کولو لپاره ان دویم او دریم ځل څاه ګانې کیندلي.
Image caption د ظاهر د څاه د اوبو کموالي ګاونډیان هم د هغه له دروازې پښه نیولې کړي

د کابل سید نور محمد شاه مینې اوسېدونکی همت وايي، نه حکومت او نه هم شخصي شرکتونه توانېدلي چې ددوی تنده ماته کړي:

"د اوبو شخصي شرکتونو زموږ سره د ۲۴ ساعتونو اوبو رسولو وعده کړې وه، خو اوس یوازې دوه ساعته اوبه ترلاسه کوو او وخت یې هم معلوم نه دی چې کله اوبه راځي، د دې لپاره چې پوه شو موږ د اوبو پیپونه خلاص پرېږدو چې د اوبو په راتګ پوه شو."

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت څېړنې ښيي چې په دې هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه کښته تللې.

د بېلګې په توګه، د دوی په خبره کابل کې د ځمکې لاندې اوبه د تېر پرتله شل هرات کې بیا اوه متره کښته تللي.

افغانستان کې د اوبو کمښت؛ د نن اندېښنه که د سبا ناورین؟

د اوبو ضايع کېدو مخنيوى څنگه کېدى شي؟

د افغانستان په وچکالۍ ځپلو سیمو کې د ناورین مخنیوی

'د اودس پرځای باید تیمم وکړو'

د افغانستان د اوبو رسولو شرکت مشر حمیدالله یلاني وايي، په دې هېواد کې د اوبو کموالی بحراني پړاو ته رسېدلی:

Image caption د کابل سید نور محمد شاه مینې اوسېدونکی همت وايي، نه حکومت او نه هم شخصي شرکتونه توانېدلي چې ددوی تنده ماته کړي
د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت څېړنې ښيي چې په دې هېواد کې د ځمکې لاندې اوبو کچه کښته تللې.

"د بېلابېلو لاملونو له کبله د افغانستان په مختلفو ولایتونو کې د اوبو ښکته تللو موږ اندېښمن کړي یو. اوسني وضعیت ته په کتو، د اوبو بېځایه کارونې او د ځمکې لاندې اوبو کموالي زه په خپله دومره اندېښمن کړی یم چې غواړم په لنډه یې ووایم، د اودس پرځای باید تیمم وکړو."

د انځور حقوق Getty Images
Image caption وچکالۍ د افغانستان شمالي ولایتونو ډېر زیانمن کړي

د ښاغلي یلاني په خبره، د افغانستان د وچکالۍ څرخ له اویا، اوو کلونو ته راټيټ شوی، یانې افغانستان به له هرو اوو کلونو وروسته له وچکالۍ سره مخامخېږي.

د اوبو رسولو شرکت مشر وايي، که خلک د اوبو په کارولو کې احتیاط ونه کړي او که د اوبو کموالي ستونزې ته پام ونه شي، د اوبو کړکېچ به، تر ترهګرۍ او نا امنۍ ډېره جدي ستونزه وي.

ورته مطالب