"طالبان دې د امریکا په منځګړیتوب د سولې خبرو کې ګډون وکړي"

جنرال سکاټ مېلر (منځ کې) د جنرال جان نېکولسن (ښۍ خوا ته) ځای ناستی شو د انځور حقوق AFP
Image caption جنرال سکاټ مېلر (منځ کې) د جنرال جان نېکولسن (ښۍ خوا ته) ځای ناستی شو

د امریکا د پوځ جنرال اسټین سکاټ مېلر په افغانستان کی د ناټو ځواکونو د نوي عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو. د نوموړي سلف جنرال جان نیکولسن و، چې دوه کاله یې په افغانستان کې د پرېکنده ماموریت مشري وکړه.

د واک د لېږد مراسمو کې، چې کابل کې جوړ شوي وو، د پرېکنده ماموریت نوي مشر جنرال مېلر وویل، نړۍ په دې پوهېدلې چې دوی د افغانستان په اوږده جګړه کي نه ناکامېږي:

"موږ باید پر دوی فشار وساتو. موږ باید ډاډه شو چې ترهګر بیا افغانستان د نړۍ لپاره په خپل پټنځای بدل نه کړي. موږ د خپل کور او کورنۍ د ساتلو مسؤولیت لرو او باید بریالي شو."

بل خوا، تلونکي جنرال جان نېکولسن پر طالبانو غږ وکړ چې د امریکا په منځګړیتوب د افغان سولې خبرو کې ګډون وکړي:

"په افغانستان کې سوله د ټولو په ګټه ده. دا نه یوازې د افغانانو ناخوالې ختموي، بلکې افغانستان کې سوله ګرده نړۍ خوندي کولی شي."

په افغانستان کې له تېرو اوولسو کلونو راهیسې له وسله والو طالبانو سره د ناټو په چوکاټ کې د شاوخوا څلوېښتو هېوادونو پوځيان جنګېدل.

د جنرال نیکولسن سیاسي او پوځي میراث

نیکولسن: افغانستان کې د سولې او پخلاینې چانس ډېر شوی

نیکولسن: له طالبانو سره د امریکا د نېغو خبرو په تړاو څرګندونې مې ناسمې تعبیر شوې

۵۷ کلن مېلر نهم امریکایی قومندان دی، چې د افغانستان په ۱۷ کلنه جګړه کې د جګړې مشر ټاکل کېږي او د ډونلډ ټرمپ د واکمنۍ پرمهال لومړنی جنرال دی چې د پرېکنده ماموریت ځواکونو مشري ورکول کېږي.

جنرال مېلر وړاندې هم د امریکا پوځّ کې کار کړی او د مرکزي قوماندې د ځانګړو ځواکونو د نړیوالې ترهګرۍ د مبارزې مشر و.

جنرال سکاټ مېلر په ۱۹۸۳ کال د امریکا له پوځي اکاډیمۍ فارغ شوی او بیا یې پلي ځواکونو کې کار کړی.

له ۲۰۰۱ کال راهیسې، چې افغانستان ته د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه واستول شول، په دې هېواد کې تر ۲۴۰۰ ډېر امریکايي پوځيان وژل شوي دي.

ورته مطالب