ټاکنو کمېسیون: ۵ میلیونو کسانو نومونه ډېټابېس ته رسېدلي

کمېسیون چارواکي وايي، کارونه یې چټک کړي دي.
Image caption کمېسیون چارواکي وايي، کارونه یې چټک کړي دي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، تر پنځو میلیونو ‌ډېرو رایه ورکوونکو نومونه یې سستم یا ډېټابېس ته اچولي دي. دوی وايي، دغه چاره به د روانې میاشتې تر پایه بشپړه شي.

د ولسي جرګې د ټاکنو له وروستي نوملړه د یو شمېر کسانو نومونو تر اېستلو وروسته د کابل په ګډون په نهو ولایتونو کې د ټاکنو دفترونه وتړل شول، چې تر ډېره یې د ټاکنو چمتوالي چارې له ځنډ سره مخ کړې.

بلخوا د یو شمېر سیاسي ګوندونو اېتلاف وايي داسې ثبوتونه یې تر لاسه کړي چې ښیي د نهو میلیونو کسانو نوم لیکنه کره او رښتینې نه ده.

د ټاکنو کمېسیون د سندونو او نومونو ثبتونې په مرکز کې تر اته سوه ډېر کارکونکي شپه او ورځ بوخت دي چې په کمپیوتر یا ډېټابېس کې د رایه ورکوونکو نومونه او معلومات ثبت کړي.

ویل کېږي، د ټاکنو خپلواک کمېسیون له خپل ټاکلي مهال وېشه وروسته پاتې دی.

ټاکنو کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ځنډولو غوښتنه کړې

د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون نوی غړی ټاکل شوی

اوس دغه کارکوونکي اړ دي چې هره ورځ تر ۳۰۰ زره کسانو په اړه معلومات کمپیوټري سستم ته دننه کړي تر څو ۴ میلیونه پاتې کسان د رایو ورکونکو په ډیجیټلي نوملړ کې ور ګډ شي.

د ټاکنو د خپلواک کمېسیون غړی او منشي حفیظ الله هاشمي وايي، د یو شمېر معترضو کسانو له خوا شاوخوا دوې اوونۍ د دوی دفترونو تړل کېدو له امله د نومونو ثبتولو چارې تر ډېره حده ځنډېدلې وې، ځکه دوی خپل کارونه چټک کړي او هڅه کوي چې ضایع شوی وخت بېرته جبران کړي.

ښاغلی هاشمي وايي، تر دې دمه نژدې ۶۰ سلنه معلومات په سستم کې شامل کړای شوي دي:

" له نهه میلیونه او دوه اویازره سټېکرونو څخه مو پنځه اعشاریه دوه میلیونه سټېکرونه سستم ته داخل شوي دي.

کله چې دغه معلومات نهه میلیونه او دوه سوه زره ټول سستم ته ورزیات شي چې احتمالاً د دې میاشتې ترپایه به وشي، بیا به یې له تاسې سره شریک کړو چې څومره تکراري، جعل او خیالي وو"

د ښاغلي هاشمي په وینا ټول هغه کتابونه چې د رایې ورکونکو د نومونو د ثبتولو لپاره ولایتونو ته لېږل شوي دي ځانګړې نښې لري، خو د ځینو ستونزو له کبله لا د ټولو کتابونو کاپیانې مرکز ته نه دي لېږدول شوي.

بل لور ته په کابل کې د ګوندونو لویې ټلوالې په نوم اېتلاف چې د کمېسیون د ثبت شويو رایه ورکوونکو پر شمېر شک لري دا ځل یې د نښان یا سټېکر لرونکو زرګونو تذکرو بېلګې خبریالانو ته وښودې چې په ولایتونو کې وېشل شوې دي.

د ګوندونو د اېتلاف یو لوړ پوړي غړي نور رحمان اخلاقي بي بي سي ته وویل، دغه ترلاسه شوي سندونه ښيي چې د نوم لیکلو نهو میلیونو شمېره رښتینې نه ده.

" د افغانستان له نژدې ټولو ولایتونو بېلابېل سندونه ترلاسه شوي دي. له هغې ډلې د یوه تن په عکس په بېلابېلو نومونو څو تذکرې اخیستل شوې دي. پر دغو تذکرو نښې یا سټېکرونه لګېدلي دي، کم عمره کسانو ته هم تذکرې ورکول شوې دي. دغه راز زرګونه کسانو ته خیالي تذکرې وېشل شوې دي. دا هغه سندونه وو چې ښيي د نوم لیکنې بهیر له درغلیو ډک دی او د نهو میلیونو کسانو نوملیکنه رښتیا نه ده"

دغه اېتلاف چې د اسلامي ګوند، جمعیت اسلامي، وحدت اسلامي او ځینې نورو ګوندونو څخه جوړ شوی دی، خبرداری ورکړی چې د ولسي جرګې ټاکنو کې د درغلیو د مخنیوي لپاره به له هرې چارې کار واخلي.

خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون چارواکو په وینا سیاسي ګوندونه له بېلابېلو لارو پر دوی فشارونه راوړي چې د دوی په وینا که د شخصي ګټو لپاره وي دوی ته د منلو وړ نه دي.

د انځور حقوق Getty Images

دغه راز وايي، دوی په احتیاطي بڼه یو شمېر نښانونه یا سټېکرونه او د رایې ورکړې زیاتې پاڼې چاپ کړي، چې ښايي له هغو ناوړه ګټه اخیستل شوې وي.

ټاکل شوې چې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې یا میزان پر اته ویشتمه نېټه ترسره شي.

اړونده مطالب