د ټاکنو کمېسيون ډېټابېس کې جعلي تذکرې ثبت شوې دي

.
Image caption د افغانستان د ګوندونو ملي ایتلاف ادعا کوي چې زرګونه جعلي تذکرې یې تر لاسه کړي دي

بي بي سي موندلې چې یو شمېر "جعلي پېژندپاڼې" د ټاکنو خپلواک کمېسیون له فلټرونو تېرې شوي او د دې کمېسیون اصلي ډيجیټلي زېرمه کې ثبتې شوې دي.

د وږي یا سنبلې میاشتې په لسمه د افغانستان د ګوندونو لویې ملي ټلوالې په نوم ایتلاف د زرګونو ادعا شویو جعلي تذکرو په ښودلو ادعا وکړه چې څه باندې ۱۰ زره جعلي سټیکر لرونکې پېژندپاڼې یې موندلي چې خیالي خلکو ته وېشل شوې دي.

بي بي سي ۵۰ ادعا شوې جعلي تذکرې د افغانستان د ګوندونو لویې ټلوالې له یوه غړي تر لاسه کړې او سملاسي مو د ټاکنو خپلوک کمېسیون ته یوړې چې ومومو دغه پېژندپاڼې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو اصلي زېرمې یا ډېټابېس کې ثبت شوي او که څنګه؟

* ټاکنو کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ځنډولو غوښتنه کړې

* غزني کې ښايي د ولسي جرګې او ولسوالیو شورا ټاکنې وځنډېږي

* "د رای ورکوونکو د ثبت بهیر باطلول ټاکنې کړکېچ ته بیايي"

دغو تذکرو کې د یوه کس په نوم او عکس ان څلور تذکرې اخیستل شوي او اصلي سټیکرونه پرې نښلول شوي دي.

داسې هم پکې شته چې انځور نه لري خو اصلي سټیکر پرې لګول شوی او ترڅنګ یې خالي تذکرې هم شته.

د افغانستان د ګوندونو ملي ایتلاف چې له ۳۵ حزبونو او سیاسي ډلو جوړ دی، وايي، دا سندونه ښيي چې د راتلونکو پارلماني ټاکنو لپاره د نوم لیکنې په بهیر کې درغلي شوې ده.

زموږ خبریال عبیدالله حسام دغه ۵۰ تذکرې او ۳۵ سټیکرونه د ټاکنو خپلواک کمېسون د معلوماتو مرکز ته یوړې.

د کمېسيون غړی معاذالله دولتي او د معلوماتي ټکنالوژۍ مشر ابراهیم سادات د تذکرو ازمویلو لپاره یوې کوچنۍ خونې ته، چې دوه کمپیوټرنو پکې ايښي وو، بوتلو.

د څو تذکرو پر شا د نښلول شویو سټیکرونو معولوماتو له ورزیاتولو سره سم کمپوټر وښوده چې پکې وار له مخې ثبت شوې دي.

Image caption د بي بي سي خبریالان عبیدالله حسام او علي حسیني د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو زېرمه کولو مرکز کې څو تذکري چیک کوي چې اصلي او جعلي یې معلومې شي.

د کمېسيون چارواکي زموږ په موندنو چندان حیران نه شول، ځکه تر اوسه چې څه باندې پنځه میلیونه رایه ورکوونکو پېژندپاڼې د دوی سیستم ته ور زیاتې شوي، نږدې ۹۰ زره یې تکراري دي

یانې د یوه کس په نوم ان درې او څلور وارې تذکرې او معولمات ثبت شوي دي.

دغه تذکرې لومړی د ټاکنو کمېسيون له سیمه يیزو دفترونو فزیکي چیک او بیا د کمېسيون په مرکزي دفتر کې د کمپیوټر له فلټرونو تېرې شوي او د ټاکنو خپلواک کمېسيون د رایه ورکونکو وروستي نوملړ ته یې لار موندلې.

خو دوی وايي، دغه کم شمېر پېژندپاڼې د ټاکنو په بهیر جدي منفي اغېز نه شي کولی، ځکه دا تذکرې د څه باندې ۹ میلیونه ثبت شویو رایه ورکونکو ۱ سلنه جوړوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسون د معلوماتي ټکنالوژۍ مشر ابراهیم سادات وايي، دوی د دې وړتیا لري چې تکراري پېژندپاڼې له ډېټابېس نه لېرې کړي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د ټاکنو کمېسيون یو غړی معاذ الله دولتي وايي، په ځینو سیمو کې د دوی سټېکرونه په ناوړه توګه کارېدلي

" موږ وړاندوینه کوو چې ښايي لسګونه زره داسې کسان وي چې په تکراري ډول، نه یوازې دوه وار، درې وار او ان څلور وارې یې تذکرې ثبت کړې وي. دا ټولې د پلټنې وړ دي. مخکې له دې چې د رایه اچوونکو نوملړ جوړ شي، تکراري نومونه ړنګېږي. یوازې د دوی یوه پېژندپاڼه اعتبار لري پاتې له سیستم نه لرې کیږي"

بله ستونزه دا ده چې ۳۵ ترلاسه کړي سټیکرونه مو د ټاکنو کمېسيون په سیستم کې وکتل، د دې کمېسيون کمپيوټرنو وښوده چې دا سټیکرونه اصلي او په کمېسيون کې راجستر شوي دي.

دې کمېسيون یو غړی معاذ الله دولتي وايي، په ځینو سیمو کې د دوی سټېکرونه په ناوړه توګه کارېدلي.

" کمېسيون د افغانستان د ملي ګوندونو له ټلوالې غوښتنه وکړه چې دغه ټول اسناد په خوندي توګه دوی ته وسپاري، لکه څنګه چې تاسې دلته دا ازموینه ترسره کړه، د یوه پلاوي پر وړاندې غواړو یوه یوه وګورو، ان که د زرګونه کسانو ګمارنې ته اړتیا وي. کمېسيون د دې پر وړاندې جدي ګام پورته کوي"

د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر عبدالبدیع صیاد وایي، د ټاکنو کمېسيون ۶۰ کتابچې چې ۳۶ زره سټګرونه پکې وو، په په شپږو ولایتونو کې نادرکه یا سوځېدلي دي.

د ټاکنو کمېسیون مشر زیاتوي، کېدای شي همدغه سټیکرونه په ناقانونه ډول پر جعلي تذکرو نښلول شوي وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون اوس د ملي ګوندونو ټلوالې ته د پړې ګوته نیسي چې ګویا دوی په دغو خبرو د ټاکنو بهیر ټکنی کوي.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption رڼې ټاکنې د افغان حکومت لپاره لویه ننګونه ده

خو ټلواله بیا وايي،۱۰ زره جعلې تذکرې ددې ښکارندويي کوي چې د ټاکنو لپاره د نوم لیکنې بهیر کې درغلي شوې ده.

په افغانستان کې ناامنۍ او په ټاکنو کې درغلي د را روانو ټاکنو پر وړاندې لویې ننګونې بلل کیږي.

ټاکل شوې چې په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې د تلې یا میزان په اته ویشتمه نېټه وشي.

ویل کېږي چې د ۲۰۱۴ کال لانجمنو ټاکنو تر ډېره خلک د ټاکنو پر کمېسيون بې باوره کړي او اوس به د ټاکنو کمېسیونونو او افغان حکومت ته تر ټولو سترې ننګونې د خلکو باور ترلاسه کول، د ټاکنو امنیت ساتل او د درغلیو مخنیوي وي.

ورته مطالب