د طالبانو او نړیوالو ځواکونو مخامخ ناندرۍ

ټوېټر د انځور حقوق RS/MUJAHID TWITTER
Image caption نړیوالو ځواکونو او طالبانو پر ټوېټر یو بل ته ځواب ویلی

د جګړې له ډګره، بیا د خبرو تر مېزه، او اوس خبره تر ټوېټره ورسېده.

په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو (غوڅ ملاتړ) او د وسله والو طالبانو د ویاند ترمنځ د یکشنبې پر ورځ پر ټوېټر ناندرۍ د ډېرو خلکو پام ځان ته ور واړوه.

کیسه هله پیل شوه چې "غوڅ ملاتړ" د یکشنبې پر ورځ پر خپله ټوېټر پاڼه په افغانستان کې د نړیوالو ځواکونو نوي ټاکل شوي قومندان جنرال اسټن سکاټ مېلر ته د هرکلي پیغام ولیکه.

پر همدې ورځ د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټوېټر پاڼه لاندې پيغام خپور کړ.

د تمې خلاف د "غوڅ ملاتړ" له ټوېټر پاڼې د ذبیح الله مجاهد ټویټ ته مخامخ ځواب وویل شو.

په دې ځواب کې نړیوالو ځواکونو پر طالبانو غږ کړی چې "د ښکنځلو پر ځای په رغنده او هر اړخیزه خبرو کې بوخت شي".

د نړیوالو ځواکونو د دې سپارښتنې په ځواب کې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یو ځل بیا پر ټوېټر ځواب ووایه.

نوموړي په خپل دویم ټویټ کې لیکلي چې دوی د جګړې له پيله د رغنده خبرو غوښتونکي وو، خو نړیوالو ځواکونو د جګړې لار غوره کړه.

ښاغلي مجاهد لیکلي، بهرنیان اوس هم فرصت لري چې واقعیتونه درک کړي، د دوی خپلواکي ومني او متقابل درناوي ته غاړه کېږدي.

د هغه په وینا، وار د مخه د رغنده خبرو بلنه ورکړې، او نړیوال ځواکونه دې اوس مهرباني وکړي.

ځینې نور خلک هم د طالبانو او نړیوالو ځواکونو په دې "ټوېټریزې" ناندرۍ کې ښکېل شوي.

د کورنیو چارو وزارت پخواني ویاند او د افغان حکومت د رسنیو د مرکز پخواني مشر صدیق صدیقي دواړو لوریو ته په ځواب کې لیکلي دي:

"طالبان د پردیو اهدافو لپاره او د جهاد و اسلام په نوم افغان ملت په شهادت رسوی. په افغانستان کی نور جهاد روا نه دی. نړیوال د افغانانو په غوښتنه راغلي، تر څو هېواد د طالبانو له تروريستي ډلی نه وژغوري".

دواړه خواوې له تېرو ۱۷ کلونو راهیسې د جګړې په ډګر کې سره مخامخ دي.

په دې وروستیو کې طالبانو په لومړي ځل له امریکایي چارواکو سره مخامخ خبرې هم وکړې.

خو ظاهراً دا لومړی ځل دی چې په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د دوی ناندرۍ ټوېټر ته سر وهي.

ورته مطالب