د ټاکنو ډېټابېس کې جعلي پېژندپاڼې

د ټاکنو ډېټابېس کې جعلي پېژندپاڼې

بي بي سي په افغانستان کې موندلې چې یو شمېر جعلي پېژندپاڼې د ټاکنو خپلواک کمېسیون له فلټرونو تېرې شوې او د دې کمېسیون اصلي ډيجیټلي زېرمې ته یې لار کړې.

دوه ورځې وړاندې د ګوندونو لویې ټلوالې په نوم ایتلاف د زرګونه ادعا شویو جعلي تذکرو په ښودلو ادعا وکړه چې څه باندې ۱۰ زره جعلي سټېکر لرونکې پېژندپاڼې یې موندلې دي.

د ټاکنو خپلواک کمېسيون بیا ملي ګوندونو ټلوالې ته د پړې ګوته نیسي چې ګواکې دوی په دغو خبرو د ټاکنو بهیر ټکنی کوي.