'کابل ښار ته' د ښځو ځانګړي بسونه راستنېږي
په ۱۳۷۱ کال د مجاهدینو له بریا مخکې د کابل ښار برقي بسونو ډېری چلوونکې ښځې وې
د افغانستان ترانسپورت وزارت وايي، ژر به کابل کې ۲۰ داسې ځانګړي بسونه فعالیت پیل کړي، چې چلوونکې به یې ښځې وي.
په ۱۳۷۱ کال د مجاهدینو له بریا وړاندې هم کابل کې ځینې برقي بسونه د ښځو له خوا چلول کېدل.
د افغانستان د ترانسپورت وزیر "محمد حمید طهماسي" بي بي سي ته وویل، دغه وزارت د یوه نادولتي بنسټ په همکارۍ ۲۰ ښځینه چلوونکې د بسونو چلولو ته ګوماري چې هدف یې کابل ښار کې د ښځو د ستونزو حلول دي.
د طهماسي په وینا، دغه بسونه به یوازې کابل ښار کې ښځې لېږدوي.
تر اوسه د کابل ښار د ترافیکو او لېږد په باب ډېرې ژمنې شوې دي. تېر کال د کابل ښاروال ژمنه کړې وه چې په ښار کې به د میترو بس یوه کرښه جوړوي، چې د ښاروال تر استعفا پورې دا ژمنه عملي نه شوه.
اوس د کابل ښاریانو د لېږد سیستم له ستونزو سره مخامخ دی. په تېرو دوو لسیزو کې افغانستان ته سلګونه بسونه ورکړل شول، چې ډېری یې د ناسمې ګټې اخیستنې له کبله ژر له منځه ولاړل او سمه څارنه یې ونه شوه.
ښځې ښار کې د لېږد رالېږد له ستونزو سره مخامخ دي
ښاغلی طهماسي وايي، د ښځو د لېږد وضعیت له ارزولو وروسته به د افغان محصلینو د لېږد سیستم ته هم پام وکړي، ځکه چې محصلین د تحصیل پرمهال چندان ښه اقتصادي وضعیت نه لري.
دی وايي، دا بسونه به د کابل ښار په څلورو برخو کې تګ راتګ کوي او محصلین به تحصیلي بنسټونو ته رسوي او لږ کرایه به ورکوي.
د ښاغلي طهماسي په وینا، ترانسپورت وزارت د ښاري خدمتونو د ستونزو د حل په موخه ۶۰۰ نور ښاري بسونه کابل ښار ته ورکوي.
د کابل ښاریانو د لېږد شبکه په ۱۳۵۴ کال د محمد داود خان د ولسمشرۍ پرمهال جوړه شوه. تر کورنیو جګړو وړاندې د "ملي بس" شبکې یوازې کابل کې شاوخوا ۱۶۰۰ بسونه لرل.
وروسته ۱۵۰ برقي بسونه هم وراضافه شول چې ډېری چلوونکي یې ښځې وې.
تېر کال د کابل ښاروال ژمنه کړې وه چې په ښار کې به د میترو بس یوه کرښه جوړوي، چې د ښاروال تر استعفا پورې دا ژمنه عملي نه شوه.
د افغانستان کورنیو جګړو پرمهال، د دولتي بسونو اړوند شرکت ته ډېر زیان واوښت چې دا شبکه نژدې بیخي له منځه ولاړه.
د طالبانو د رژیم له ړنګېدو وروسته، هند، جاپان، ایران او پاکستان له افغانستان سره د شاوخوا ۱۰۰۰ ښاري بسونو مرسته وکړه، خو د دې مرستې د ناسم مدیریت له کبله د کابل ښاریانو د لېږد درد سم دوا نه شو.
څو کاله وړاندې د ډېری دغو بسونو پرزې د اوسپنو د ټوټو په توګه وپلورل شوې او نژدې ۸۰۰ نور بسونه د ملي بس شرکت موټرو پارکېنګ کې په ویجاړ حالت کې ودرېدل.
څو کاله وړاندې ګڼ بسونه د اوسپنې د ټوټو په توګه وپلورل شول او نژدې ۸۰۰ نور بسونه د ملي بس پارکینګ کې خراب ولاړ دي