د حقاني شبکې بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني ومړ

طالبانو منلې ده،م چې ښاغلی حقاني (منځ کې) اوږده ناروغي لرله د انځور حقوق AFP
Image caption طالبانو منلې ده،م چې ښاغلی حقاني (منځ کې) اوږده ناروغي لرله

وسله والو طالبانو په یوه خبرپاڼه کې د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني د مړینې خبر ورکړی.‌ نوموړی د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سرحدونو وزیر او د رهبري شورا غړی و.‌

په خبرپاڼه کې ویل شوي، ښاغلی حقاني له اوږدې ناروغۍ کړېده.

۷۹ کلن جلال الدين حقاني پر ۱۹۸۰ کلونو کې د شوروي اتحاد پر وړاندې جګړه کې د يوه مهم قوماندان په توګه پېژندل کېده او د ځدراڼو له قوم څخه دی.

افغان دولت وايي حقاني شبکې په افغانستان کې دننه ګڼ شمېر ځانمرګي بريدونه ترسره کړي دي.

د جلال الدین حقاني د مرگ ضد و نقيض خبرونه خپاره شوي

د ۲۰۱۵ کال د جولای وروستیو کې د مولوي جلال الدین حقاني د مړینې خبر خپور شو، چې ګني یو کال وړاندې مړ شوی او افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی، چې وزیرستان کې د حقاني کورنۍ ته یوې نژدې سرچینې دا خبر دروغ وباله.

مولوي جلال الدین حقاني د طالبانو "اسلامي امارت" له ړنګېدو وروسته د سخت دریځو راغونډولو هڅه کوله.

ویل کېږي حقاني د طالبانو د پېښور او کوټې شوراګانو مهم غړی و.

جلال الدین حقاني د پکتیا ولایت ځدراڼو قوم کې زیږېدلی.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال کې په حقاني شبکه بنديزونه لګولي وو.

ويل کېږي اوسمهال د حقاني شبکې پوځي مشري د ده زوی سراج الدين حقاني پر غاړه لري.

حقاني شبکه

حقاني شبکه د افغانستان او پاکستان ترمنځ په سرحدي سیمو کې روزنیز ځایونه لري، چې له هغه ځایه افغانستان کې پر ناټو، امریکايي او افغان سرتېرو بریدونه طرحه کوي.

ددغې شبکې مشران له وسله والو طالبانو سره نژدې اړیکي لري او له القاعدې سره یې هم د اړیکو په اړه خبرې کېږي.

ددغې شبکې مشري له پخواني شوروي اتحاد سره د وخت د مجاهدینو د مشر جلال الدین حقاني او اوس د هغه د زوی سراج الدین حقاني پر غاړه ده.

جلال الدین حقاني په ۱۳۷۰ هجري لمریز کال خوست ښار د ډاکټر نجیب الله د حکومت له منګولو ونیو.

که څه هم دا شبکه خپل ځای نه ښيي، خو شمالي وزیرستان یې د فعالیت اصلي ځای بلل کېږي.

جلال الدین حقاني په ۱۳۷۱ کال د کابل تر سقوط وروسته د پخوانیو مجاهدینو په لومړنۍ کابینه کې د عدلیې وزیر ټاکل شوی و.

Image caption ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال کې په حقاني شبکه بنديزونه لګولي وو.

حقاني په ۸۰مه زیږدیزه لسیزه کې د امریکايي ولسمشر رونالد ریګن له خوا سپینې ماڼۍ ته وغوښتل شو، چې په ۹۰مه لسیزه کې حقاني د طالبانو له حکومت سره یوځای شو.

له پاکستان سره اړیکېافغان امنیتي شنونکو د ښاغلي حقاني مړینه په افغانستان کې د تاوتریخوالي په کمېدو کې بې اغېزې بولي.

د افغانستان د ملي امنیت پخواني رییس رحمت الله نبیل باوري دی چې زامن به یې د هغه لاره تعقیب کړي:

"د حقاني ځایناستي تر هغه ډېر ٰوینه څښونکي او بې رحمهٰ دي."

ښاغلی نبیل وايي، د حقاني شبکې غړي د پاکستان د څارګرې ادارې له خوا روزل شوي دي. افغان حکومت هم حقاني شبکه د پاکستان څارګرې ادارې (ای، ایس، ای) ته تر ټولو نږدې ډله ګڼي.

د پاکستان یو شمېر لوړپوړو پوځي چارواکو تېر کې له رسنیو سره په خبرو کې منلې چې د حقاني شبکه د پاکستان د ګټو خوندي کوونکې وه، هغه څه چې تر اوسه یې حقاني شبکې د رد یا تایید په اړه څه نه دي ویلي.

د پاکستان د څارګرې ادارې پخوانی مشر جنرال حمید ګل له یوه پاکستاني ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي چې د پاکستان لپاره د مولوي جلال الدین حقاني اهمیت په دې کې دی چې کټ مټ پاکستانی فکر لري:

" که حکمتیار دی یا حقاني صاحب دی، په ډاډ ویلی شم دومره پاکستانیان دي لکه زه چې یم. د حقاني شبکې اهمیت په دې کې دی چې فکر یې اخره درجه پاکستانی فکر دی."

ورته مطالب