"خپل قبر ته ناست" افغان سرتېری

.
Image caption رحیم الله وايي، د هلمند په نادعلي ولسوالۍ کې د کمین په ترڅ کې له طالبانو سره بندي شو

د افغانستان دفاع وزارت دوه کاله وړاندې په هلمند ولایت کې د یوه وژل شوي سرتېري مړی په ختیځ ننګرهار کې یوې کورنۍ ته وسپاره چې ګویا وژل شوی، خو دغه سرتېری وايي، دی مړ نه بلکې له طالبانو سره بندي و او کورنۍ ته یې د ده په نوم د بل سرتېري جسد سپارل شوی دی.

د ننګرهار د رودات ولسوالۍ اړوند په نيمه ودانه جونګړه کې د جګړې له وېرې د راکډه شوې کورنۍ غم هغه وخت لاپسې وغځېد چې د يوازیني زوی (رحیم الله) مړی یې د پوځ په لیکو کې د وژل شوي په نوم ترلاسه کړ.

خو دوه کاله وروسته کیسه بدله راوخته، د مرګ خبر د ژوند په زيري واوښت او زوی يې ناڅاپه د کور په وره ورننوت.

کلیوال یې که يو ځل د رحيم الله په مرګ راټول شوي وو، یو ځل بیا یې په ژوندوني د ليدو د خوښۍ مبارکۍ ته راغلي وو.

یو ورځ وه چې دې کورنۍ او خپلوانو یې د يوازیني زوی په مرګ اوښکې توی کړې، خو د بې کسۍ کيسه دروغجنه شوه او د خوښۍ اوښکې له سترګو وڅڅېدې

Image caption د رحیم الله پلار زردالو ګل افغان حکومت رحیم الله ته د درناوي په پار حج ته هم استولی و.

د رحيم الله مېرمن وايي، هغه ورځ مې هم یاده ده چې له مرګه یې خبره شوم، له خپګان څو ورځې ډوبه (بې حاله) پرته وم:

"زموږ زړه ته نه لوېده چې خاوند به مې ژوندی راشي. موږ فکر وکړ چې مړی را ژوندی شوی دی. اوس پر موږ ډېره خوښي ده، ژوند مو جوړ شو او زړه مو ښه شو."

د کورنۍ زړه ته یې نه لوېده چې زوی به یې ژوندی وي او د خپلو شپږو بچو سترګې به يې په لېدو مړې شي.

د رحيم الله پلار "زردالو ګل" وايي، موږ ته یې چې کوم تابوت راکړ، د رحيم الله او ولد "زما نوم" ليکل شوي و:

" مرمۍ یې پر سر لګېدلې وه، غاښونه یې زما د زوی په څېر و، نور مو و نه کوت ځکه راته ويل شوي وو چې سوځېدلی او بدن یې ټوټه شوی دی. را مو ووړ او جنازه مو ورته وکړه او ښخ مو کړ. اوس راسره دلته ژوندی ناست دی، ډېره خوښي راباندې راغلې ده."

مړ سرتېری څوک دی؟

د وسله والو طالبانو د بند شېبې یې وزغملې، بيا یې ژوند وموند، خو زړه دې ته خوري چې د ده په نوم تر خاورو لاندې شوی کس به څوک وي؟

رحیم الله او ملګري یې اوس هم هغه کس ته د دعا لپاره هدیرې ته ځي چې د رحیم الله په نامه ښخ شوی او ښايي کورنۍ لا هم ور ستنېدو ته شېبې شمېري.

رحیم الله وايي، د هلمند په ناد علي کې د ورځې لس بجې وې چې کمين مو وخوړ او ډزې شوې، بد حال و، لوګي وو، خو دی مړ نه بلکې اسیر شو:

" زه طالبانو اسیر کړم، حکومت زما مصرف تېر کړی، خو دا زما په ځای چې په دې قبر کې څوک پروت دی، د دې کورنۍ ته به کوم ځواب ورکوي."

Image caption په ختیځ کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی (کیڼ) او "پخوانی" افغان سرتېری رحیم الله له خپل زوی سره د مړه سرتېري ته دعا کوي

ښايي ورته پېښې نورې هم وي چې تر خاورو لاندې یو کس، خو شناخته پرې د بل چا ولاړه وي، خو هره کورنۍ به د رحيم الله هغې غوندې بختوره نه وي.

په افغانستان کې جکړې نه يوازې د ګڼو کورنیو ځوانان واخيستل، بلکې دومره نادودې وشوې چې ان د ځوانانو مړی او ژوند ورک دي.

رحيم الله یې یوه بېلګه ده.

د ده د کورنۍ غم دوه کلن کېږي او په قبر يې ترخې را شنې دي، خو رحیم الله ژوندی و، خو غم د ده په نوم د ښخ شوي ځوان دی چې تر اوسه يې د نوم، ځایځایګي، کورنۍ او خپلوانو درک نه کېږي.

دا مطالب هم لوستلی شئ

* د اوربند پای ورځ؛ طالبانو لسګونه افغان سرتېري وژلي

* 'فاریاب کې طالبانو اډه نیولې، ۵۰ سرتېري تسلیم شوي'

* غني: جګړه کې معلول شوي افغان سرتېري کاناډا ته ځي

ورته مطالب