د افغانستان اوبه، امنیت او ګاونډیان
- نجما ځلا
- بي بي سي

په افغانستان کې د اوبو بندونو جوړولو په اړه د ګاونډیو هیوادونو چارواکو وروستیو څرګندونو ته په کتو په دغه هېواد کې یو نظر دا دی چې په ځینو ولایتونو کې نا امنۍ هلته د اوبو بندو د جوړیدو د مخنیوي لپاره رامنځته کیږي.
ان تر دې حده چې د ځینو لوړ پوړو چارواکو په وینا د افغانستان په ځینو سیمو کې د جګړې اور په اوبو بل دی.
د پاکستان د لومړي وزیر سلاکار هم ویلي چې په افغانستان کې د اوبو او بریښنا بندونو جوړیدا به په پاکستان کې د اوبو پر بهیر اغیز وکړي
تر دې وړاندې د ايران د بهرنيو چارو وزير ویلي وو، هېواد به يې له افغانستان سره د اوبو د ستونزې هوارولو په پار له ټولو ممکنه وسيلو کار واخلي .
شاوخوا درې میاشتې مخکې د افغانستان په لوېديځ فراه کې د افغان امنيتي ځواکونو او طالب وسله والو تر منځ سخته جګړه وشوه.
دې حالت نږدې ټول افغان لوړپوړي امنيتي چارواکي او په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو لوی قومندان اړ ایستل چې دغه ولایت ته ولاړ شي.
د افغانستان ملي دفاع وزیر طارق شاه بهرامي د فراه جګړه د اوبو جګړه وبلله:
"فراه جګړه مطلقا او دقیقا د اوبو مدیریت جګړه ده. له کله نه چې سلما بند جوړ شو او د بخش اباد د بند لومړني کارونه پيل شوي موږ په دې دښمنۍ اوښتي یو."

افغان چارواکو پر فراه ولایت د طالبانو برید په ښکاره د اوبو پر سر جګړه بللې وه
په دغه ولایت کې د فراه رود اوبه مخامخ ایران ته وربهېږي خو اوس افغان حکومت پر دې سیند د بخش اباد بند جوړوي.
د چارواکو په خبره، دغه بند ۱۳۶۰ ميلیون متر مکعبه اوبه زېرمه کولای شي. د فراه خلک د همدغه بند جوړېدا د خپل ولایت د ناامنۍ یو اصلي لامل بولي.د افغانستان هلمند سیند په ایران کې د اوبو د تمویل یوه سرچينه بلل کېږي.
په سوېل لویدیځ ولایت نیمروز کې کمال خان بند د همدغه سیند د مهارولو لپاره جوړېږي او ۵۲ میلیون متر مکعبه اوبه راګرځولی شي.
په افغانستان کې د دغو اوبو بندونو جوړېدا ایران سخت اندېښمن کړی، دومره چې ولسمشر يې په ښکاره ګواښونو ته اړ شوی.
د دغه هېواد ولسمشر حسن روحاني په یوه غونډه کې ګواښ وکړ چې په افغانستان کې د بندونو د جوړېدا مساله بابېزه نه شي ګڼلی:
"موږ نه شو کولی د هغه څه پر وړاندې چې زموږ چاپېریال ته زیان رسوي بې غوره پاتې شو. د افغانستان په شمال او جنوب کې د سلما، کجکي کمال خان او د نورو د ډیر شمیر بندونو جوړیدا زموږ د خراسان، سیستان او بلوچستان په اوبو اغېز کوي."

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، ژمن یو چې د هلمند معاهده به پلې کوو
د ګاونډیانو خنډونه
ځينې افغان چارواکي هم ګاونډي هېوادونه ملامتوي چې په افغانستان کې د بندونو د جوړېدو مخه نیسي.
په پراختیايي چارو کې د ولسمشر غني سلاکار "حميد هلمندی" د کوم ځانګړي هېواد نوم نه یادوي خو وايي، ګاونډي هېوادونه په افغانستان کې د بندونو د جوړولو پروژو لپاره د مالي تمویل په برخه کې هم خنډونه جوړوي:
"موږ چې د اوبو په برخه کې کوم اقدام کوو، ګاونډيان راسره همنظره نه دي. نه موږ پریږدي چې له نړیوالو بانکونو قرضې واخلو."
په همدې حال کې د اوبو او انرژۍ وزارت هم وايي، د اوبو بندونو د جوړېدا پر وړاندې ناامني تر ټولو لوی سرخوږی دی: "خامخا دا امنیتي مسلې په پروژو باندې تاثیر لري موږ له دې انکار نه شو کولی. د امنیتي مسلو له امله په بعضو پروژو کې وقفې راغلي په بعضو پروژو کې قرارداد فسخه شو"
ولسمشرۍ ماڼۍ بیا وايي، په ښکاره د اوبو له امله پر ګاونډيو په افغانستان د ناامنه کولو تور نه شي لګولی
د ولسمشر محمد اشرف غني ویاند هارون چخانسوري په خبره، په زغرده دا حکم نه شي کولای چې په کوم ولایت کې دې ناامني له ګاونډيو سره د اوبو پر سر جنجالونو پورې اړه ولري:
"کوم خاص ثبوت نه شته، خو دا اوازې شته. ولې حکومت په جدیت کار کوي چې دا مسایل حل شی"
ولسمشر محمد اشرف غني اوبه د افغانستان شتمني ګڼي او د مهارولو د مدیريت لپاره يې په وار وار ټينګار کړی دی.

افغان چارواکي: موږ چې د اوبو په برخه کې کوم اقدام کوو، ګاونډيان راسره همنظره نه دي