غني: د تذکرو درغلګر مالوم عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارئ

غني

د عکس سرچینه، Arg

د عکس تشریح،

ولسمشر غني یوه پلاوي ته د جعلکارو کسانو مالومولو او عدلي او قضايي ارګانونو ته د هغوی د معرفي کولو دنده سپارلې

افغانستان کې د جعلي تذکرو د وېش په تړاو د اعتراضونو لړ کې ولسمشر محمد اشرف غني د دغو تذکرو د صادروونکو چارواکو او افرادو د څرک لګولو لپاره یو پلاوی ټاکلی او امر یې کړی چې له پېژندلو وروسته دې عدلي او قضايي بنسټونو ته وروپېژندل شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، ولسمشر غني د یوه حکم په صادرولو سره له ‍۱۳۹۶ تر ۱۳۹۷ کاله وېشل شویو تذکرو کې د کلپوالي د هر اړخیز څرنګوالي ارزولو غوښتنه کړې ده.‌

څو ورځې وړاندې د "لویې ملي ټلوالې" په نامه یوه ایتلاف،‌ چې له ۳۵ ګوندونو او سیاسي څېرو جوړ دی،‌ اعلان وکړ چې لس زره جعلي تذکرې یې موندلې دي او خیالي کسانو ته ورکړل شوې.

بي بي سي موندلې چې یو شمېر "جعلي پېژندپاڼې" د ټاکنو خپلواک کمېسیون له فلټرونو تېرې شوي او د دې کمېسیون اصلي ډيجیټلي زېرمه کې ثبتې شوې دي.

د وږي یا سنبلې میاشتې په لسمه د افغانستان د ګوندونو لویې ملي ټلوالې په نوم ایتلاف د زرګونو ادعا شویو جعلي تذکرو په ښودلو ادعا وکړه چې څه باندې ۱۰ زره جعلي سټیکر لرونکې پېژندپاڼې یې موندلي چې خیالي خلکو ته وېشل شوې دي.

بي بي سي ۵۰ ادعا شوې جعلي تذکرې د افغانستان د ګوندونو لویې ټلوالې له یوه غړي تر لاسه کړې او سملاسي مو د ټاکنو خپلوک کمېسیون ته یوړې چې ومومو دغه پېژندپاڼې د ټاکنو کمېسیون د معلوماتو اصلي زېرمې یا ډېټابېس کې ثبت شوي او که څنګه؟

دغو تذکرو کې د یوه کس په نوم او عکس ان څلور تذکرې اخیستل شوي او اصلي سټیکرونه پرې نښلول شوي دي.

داسې هم پکې شته چې انځور نه لري خو اصلي سټیکر پرې لګول شوی او ترڅنګ یې خالي تذکرې هم شته.

ددې ستونزې د حل لپاره اوس ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د افغانستان لویې څارنوالۍ ته یې یو پلاوی استولی چې د ملي امنیت،‌ کورنیو چارو وزارت او د ټاکنو خپلواک کمیسیون او د وګړو د احوال د ثبت ادارې غړي پکې دي.

د ویډیو تشریح،

د ټاکنو ډېټابېس کې جعلي پېژندپاڼې

دغه پلاوي ته د جعل کوونکو کسانو د پېژندلو او عدلي او قضايي ارګانونو ته د دوی د معرفي کولو دنده ورکړل شوې ده چې تر هر اړخیزې اروزونې وروسته به خپل راپور ولسمشرۍ ماڼۍ ته وړاندې کوي.

وړاندې د وګړو د احوال د ثبت مرکزي ادارې د یادې ټلوالې د ادعاوو په غبرګون کې ویلي وو،‌ چې یادې تذکرې هېڅ‌ حقوقي اعتبار نه لري او د جعلکارو کسانو له خوا وېشل شوې دي.

ویل کېږي چې د ۲۰۱۴ کال لانجمنو ټاکنو تر ډېره خلک د ټاکنو پر کمېسيون بې باوره کړي او اوس به د ټاکنو کمېسیونونو او افغان حکومت ته تر ټولو سترې ننګونې د خلکو باور ترلاسه کول، د ټاکنو امنیت ساتل او د درغلیو مخنیوي وي.