افغانستان کې د اوبو کمښت کړکېچ او د حکومت تدبیرونه

  • زمزمه نیازۍ
  • بي بي سي
د ویډیو تشریح،

'شاه عروس بند به د کابل ښاریانو تنده ماته کړي؟'

چارواکي وایي، په افغانستان کې تر ځمکې لاندې د اوبو کموالی بحراني پړاو ته رسیدلی دی. په ځینو ښارونو کې ان له ۲۰ تر ۲۲ مترو اوبه ښکته تللې دي. کابل او لویو ښارونو کې د ځکمې لاندې اوبو کمښت افغان حکومت اړ کړی چې د دغې ستونزې د حل لپاره لاس په کار شي.

د بندونو جوړول، د ځمکې له سره د ځمکې تل ته د اوبو لېږد یا مصنوعي تغذیه او د عامه پوهاوي پروګرامونه دې ستونزې ته حکومت خپل تدابیر یادوي.

د کابل شمال شکردرې ولسوالۍ، د لویو او دنګو غرونو منځ کې کاریګر د شاه عروس په نوم د یوه لوی بند په جوړلو بوخت و.

ځینې د اوبو زېرمه کولو کاسه جوړوي، څو موټرونه، شته لویې ډبرې او کاڼي لېږدوي او یو شمېر نور بیا د بند په اوچت سر کې لارې جوړوي.

د بند د جوړېدو ډبره په ۲۰۱۰ کال کې اېښودل شوې، ۸۰ سلنه یې چارې مخکې تللي دي.

پر دغه بند ټول ۴۸ میلیون ډالر لګښت راځي چې افغان حکومت یې پرې کوي.

د دغه بند د پروژې سرپرست رفیع الله رشاد وایي، د بند د اوبو کلنی ظرفیت ۳۰ میلیونه متر مکعبه اټکل شوی او د څو هدفونو تر لاسه کولو لپاره جوړېږي:

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

افغان حکومت د اوبو کمښت مخنیوي په پار په لومړي ځل په افغانستان کې د اوبو د تزریق تجربه پلې کوي

"د کابل ښاریانو لپاره ۵۰۰ میلیونه متر مکعبه د څښاک اوبه برابروي چې پاتې نورې یې د برېښنا تولید او د شکر درې ولسوالۍ کرنیزو ځمکو خړوبولو ته بېلې شوې دي."

د کابل له پنځو میلیونو ډېرو وګړو ته په کتو د څښاک یا په ټوله کې د اوبو کمښت کړکیچ لپاره یادې اندازه اوبه ډېرې کمې دي.

افغان حکومت تدبیرونه

دا چې د ځمکې لاندې اوبه د کابل ښار په ډېرو سیمو کې د ۲۰۰۶ کال پرتله ۲۲ متره لاندې تللې دي، یوه حل لار یې دا ښودل کېږي چې د ځمکې د سر اوبه تل ته ولېږدول شي.

دغه پروسه چې حکومت یې مصنوعي تغذیه نوموي، لومړی ځل به په افغانستان کې تجربه کېږي.

د اوبو او نرژۍ وزارت د کابل په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د کمښت ستونزې هواري په پار څلوېښت ژورې څاګانې کیندي.

د عکس تشریح،

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د هایدورجیولوژۍ برخې مشر محمد نعیم توخی

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت د هایدورجیولوژۍ برخې مشر محمد نعیم توخی وایي، وروسته له معلوماتو به مصنوعي تغذیه د کابل ښار په شپږو ځایونو کې په درېیو لارو پلې کېږي:

" لومړی به ژورې څاګانې کیندل کېږي، له فلټر وروسته به د سیلاب او باران اوبه ورلېږدول کېږي. بله لاره لږ ژورې او پلنې څانګې دي او درېیمه لار دا ده چې ډنډونه جوړ او اوبه پکې زېرمه شي."

د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر محمدګل خلمي بیا د دغو تدابیرو ترڅنګ وایي، د اوبو د کړکېچ کابو کولو لپاره بله مهمه لار خلکو ته د عامه پوهاوي ور کول دي:

"یو ګډ کمېسیون مو ټاکلی او د پوهنتون له استادانو، محصلانو او مدني ټولنې له غړو سره خبرې کوو چې د عامه پوهاوي برخه کې باید کار وکړو"

د بندونو جوړول، د ځمکې له سره ځمکې تل ته د اوبو تزریق یا مصنوعي تغذیه او خلکو ته د اوبو سپمولو برخه کې عامه پوهاوی هغه حکومتي تدابیر دي چې پر مټ یې حکومت غواړي د اوبو کمښت ستونزه مهار کړي.

خو د افغانستان په څېر هېواد چې اقتصادي وضعیت یې ناسم او امنیتي ستونزې پکې پرېمانه دي، د هرې پروسې پلي کېدل کلونه وخت ته اړتیا لري.