عامې روغتيا وزارت: د کابل بانک بنسټګر شېرخان فرنود پخپل مرګ مړ شوی

. د انځور حقوق AFP

د افغانستان د عامې روغتيا وزارت وايي، طبي څېړنو یې په ډاګه کړه چې د کابل بانک بنسټ اېښودونکی شېرخان فرنود پخپل مرګ مړ شوی دی. مخکې د نوموړي خپلوانو ادعا کړې وه چې ښاغلی فرنود روغ او جوړ و او د مړینې په اړه یې شکونه لري.

خو د افغانستان د عامې روغتيا وزارت ویاند وحید مجروح بي بي سي ته وویل، ظاهري نښو نښانو ته په کتو داسې څه نه شته چې وښيي ښاغلی فرنود دې وژل شوی وي.

هغه وویل، لابراتواري څېړنې هم ښيي چې د هغه په وینه کې د "شکرې" ډېرېدو له امله پر نوموړي د زړه حمله راغلې ده.

د افغانستان د دفاع وزارت هم د ښاغلي فرنود مړینه د زړه حملې له سببه ګڼلې وه او ویلي یې وو، د زیاتو څېړنو لپاره یې د هغه جسد عدلي طب ته لېږدولی دی.

* د کابل بانک یو بنسټګر او ونډه وال شېرخان فرنود مړ شو

* د نوي کابل بانک رانیولو لپاره نوی وړاندیز شوی

* محکمې د کابل بانک مسوولين په بند محکوم کړل

دافغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید بي بي سي ته ویلي وو، نوموړی په زندان کې پخپل مرګ مړ شوی دی:

"سهار اته بجې د زړه حمله پرې راغلې وه، خو کله چې بګرام کې روغتون ته لېږدول کېږي، هلته نهه بجې خپل ژوند له لاسه ور کوي".

د جاوېد غفور په خبره نوموړي له پخوا ناروغي دلورده.

شېرخان فرنود د کابل بانک قضیه کې تورن او بیا محکمه کې اول په پنځه کاله او بیا لس کاله بند محکوم شو.

Image caption له کیڼ لوري شېرخان فرنود او بل ونډه وال خلیل الله فیروزي

کابل بانک په افغانستان کې لومړنی خصوصي بانک دی، چې په ۲۰۰۴ کال کې جوړ شو.

خو دغه بانک ۲۰۱۰ کال کې دیوالي کېدو له وېرې سره مخ شو.

افغان چارواکو ویل له دې بانک تر یو میلیارد ډالر اېستل شوي او بهر کې جایدادونه پرې اخیستل شوي دي.

په دې قضیه کې شېرخان فرنود او خلیل الله فیروزي په ګډون ۲۱ کسانو ته سزا واورول شوه.

شېرخان فرنود او خلیل الله فیروزي په پنځه کاله بند او ۷۰۰ میلیون ډالرو ورکړې محکوم شول.

د کابلبانک کړکېچ

د انځور حقوق AFP
  • ۲۰۰۴: کابل بانک د پوکر نړیوال لوبغاړي شېرخان فرنود له خوا جوړ شو
  • ۲۰۱۰ په اګست کې د کابل بانک د درغلیو له رسوا کېدو او د ژور کړکېچ له راپیدا کېدو وروسته د افغان دولت له لوري وتړل شو.
  • ۲۰۱۰ سپتمبر: کابل بانک د دېوالي کېدو له وېرې د مرکزي بانک له لوري واخیستل شو
  • ۲۰۱۱ فبروري: د مرکزي بانک پخواني مشر عبدالقدیر فطرت بي بي سي ته وویل، د کابل بانک قضیه کې تورن به وڅارل شي
  • ۲۰۱۱، فبروري: د پیسو نړیوال وجهي صندوق راپور سپارښتنه وکړه، چې بانک دې دیوالي شي
  • ۲۰۱۱، اپریل: ښاغلي فطرت پارلمان کې د بانک په کړکېچ کې د ښکېلو کسانو نومونه په ډاګه کړل
  • ۲۰۱۱، مې: د فساد ضد ادارې له خوا راپور کې د کابل بانک د پورونو کچه ۴۶۷ میلیون ډالر ښودل شوې وه، چې له قانوني وثیقو پرته اخیستل شوي
  • ۲۰۱۱جون: ښاغلي فطرت امریکا ته په دې پلمه ولاړ، چې ګني ژوند یې په خطر کې دی
  • ۲۰۱۲ جون: د افغانستان د سترې محکمې له خوا د کابل بانک د قضیې څېړلو لپاره ځانګړې محکمه جوړه شوه
  • ۲۰۱۳ مارچ: فرنود او د کابل بانک مخکنی اجرایوي مشر خلیل الله فیروزي د پیسو په غلا تورن شول او دواړه پنځه کاله بندیان شول

ورته مطالب