حقاني؛ له روس ضد 'افغان جهاده' د امریکا تر دښمنۍ

  • هدایت الله همیم
  • ‌بي بي سي
حقاني

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

حقاني د امریکا په ملاتړ "افغان جهاد" کې یو فعال قومندان و

په افغانستان کې وسله والو طالبانو د سپټمبر پر ۴مه (وږي/سنبلې ۱۳مه) له 'اوږدې ناروغۍ' وروسته د حقاني شبکې د بنسټګر مولوي جلال الدین حقاني د مړینې خبر اعلان کړ.

که څه هم د طالبانو خبرپاڼه کې د حقاني د مړینې دقیقه نېټه نه وه یاده شوې، خو وړاندې داسې رپوټونه خپاره شول، چې ګني نوموړی لږترلږه 'څلور کاله وړاندې' مړ شوی دی.

'نیویارک ټایمز' ورځپاڼې په ۲۰۱۵ کال د حقاني د یوه مرستیال له خولې ویلي وو، حقاني کابو یو کال وړاندې مړ شوی او افغانستان کې خاورو ته سپارل شوی، چې وزیرستان کې د حقاني کورنۍ ته یوې نژدې سرچینې دا خبر 'دروغ' وباله.

۷۹ کلن جلال الدين حقاني په ۱۹۸۰ کلونو کې د پخواني شوروي اتحاد "اوسنۍ روسیې" پر وړاندې جګړه کې د يوه مهم قوماندان په توګه پېژندل کېده.

حقاني د افغانستان سوېل ختیځ پکتیا ولایت کې زیږېدلی، چې ویل کېږي په قبایلي سیمه وزیرستان کې هم ملکیتونه لري.

جلال الدین حقاني د "حقاني شبکې" د بنسټګر په توګه پېژندل کېده. په دې شبکه کې ګڼ افغان جنګیالي جنګېږي او پر ډیورنډ کرښې پرتو سیمو کې هم کلک ملاتړي او جنګیالي لري.

افغان حکومت او امریکا وايي، حقاني شبکه له پاکستاني استخباراتو 'ای اېس ای' سره نژدې اړیکې لري.

قبایلي سیمه شمالي وزیرستان هغه ځای ګڼل کېږي، چې پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د یرغل پرمهال د بریدونو او پوځي عملیاتو پلانونه پکې جوړېدل.

'افغان جهاد'

د امریکا مرکزي استخباراتو د 'افغان جهاد' پرمهال د روسیې پرضد له حقاني شبکې سره د نورو افغان 'جهادي تنظیمونو' په څېر د وسلو او مهماتو ډېره مرسته کوله او جلال الدین حقاني یې 'افغان جهاد' کې یو مهم شخصیت باله.

حقاني له پاکستان هم مالي او پوځي مرستې ترلاسه کولې.

په لوېدیځ او پاکستان کې ګڼ څارونکي لاهم پر دې اند دي چې حقاني شبکه د پاکستان له څارګرې ادارې سره ټینګې اړیکې لري، هغه څه چې یاده شبکه یې ردوي.

د تېرې پېړۍ اویایمو کلونو کې، حقاني له خپلې کورنۍ سره قبایلي سیمې وزیرستان ته وکوچېد چې بیا پر افغانستان د امریکا تر یرغل وروسته دا سیمه د حقاني شبکې د فعالیت مرکز وګرځېد.

په ۱۹۹۶ کال افغانستان کې واک ته د طالبانو له رسېدا وروسته، حقاني له طالبانو سره همغاړی شو.

جلال الدین حقاني د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د سرحدونو وزیر و.

ویل کېږي حقاني د طالبانو د پېښور او کوټې شوراګانو مهم غړی و.

حقاني د ۲۰۰۱ کال پای کې په هغه پلاوي کې و، چې پر افغانستان د امریکا تر پراخو بریدونو وړاندې پاکستان ته ولاړ چې د القاعدې شبکې بنسټګر اسامه بن لادن ته د طالبانو له خوا د پناه ورکولو په اړه خبرې وکړي.

حقاني د پاکستان پلازمېنه اسلام اباد کې د مېشتېدو پرمهال د خلکو له سترګو پټ او له ذهنونو کابو وتلی و، خو زوی یې سراج الدین حقاني او نصیرالدین حقاني د شبکې مهم مشران ګڼل کېدل.

جلال الدین حقاني څو میاشتې وروسته، پر ډیورنډ کرښه پرته قبایلي سیمه وزیرستان کې راڅرګند شو او افغانستان کې یې د امریکايي او لوېدیځ ځواکونو پرضد د پوځي عملیاتو لومړنی مرکز جوړ کړ.

له شمالي وزیرستانه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو او افغان حکومت پرضد د حقاني شبکې بریدونه تر ټولو ډېر خونړي وو.

په دې شبکه کې وزیرستاني طالبان، عرب او د منځنۍ اسیا جنګیالي هم شته.

جلال الدین حقاني د پاکتسان جماعت اسلامي له پخواني مشر قاضي حسین احمد سره

د عکس سرچینه، Visual News

د عکس تشریح،

جلال الدین حقاني د پاکستان جماعت اسلامي له پخواني مشر قاضي حسین احمد سره

په وروستیو کلونو کې د حقاني روغتیايي وضعیت مخ پر ځوړ شو، خو زوی یې او د حقاني شبکې اوسنی قومندان سراج الدین حقاني اوس د خپل پلار له مړینې وروسته ددغې شبکې پوره مشري پرغاړه لري.

حقاني په ویکي لیکس کې

'نیویارک ټایمز' ویلي، حقاني د ناجوړۍ پرمهال له خپلو سعودي ملاتړو سره هم اړیکه نیولې او سعودي عربستان کې یې درملنه کې د مرستې غوښتنه ترې کړې ده.

د 'ویکي لیکس' د افشا شویو اسنادو پربنسټ، د حقاني یوه زوی نورالدین په ۲۰۱۲ کال پاکستان کې د سعودي له سفیر سره اړیکه نیولې او د خپل پلار روغتیايي وضعیت اندېښنه یې ورسره شریکه کړې او سعودي کې یې د درملنې مرسته ترې غوښتې.

د سعودي د بهرنیو چارو وزارت دا غوښتنه پاچا عبدالله ته رسولې، خو ویکي لیکس سعودي ته د حقاني د سفر په اړه نور څه نه دي خپاره کړي.

ویکي لیکس دا هم ویلي، حقاني د 'افغان جهاد' کلونو کې د سعودي عربستان پاسپورټ هم ترلاسه کړی و.

ملګرو ملتونو په ۲۰۱۲ کال کې په حقاني شبکه بنديزونه لګولي وو.

حقاني (منځ کې)

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح،

طالبانو ویلي، ښاغلی حقاني (منځ کې) له اوږدې ناروغۍ وروسته مړ شوی

جلال الدین حقاني په ۱۳۷۰ هجري لمریز کال خوست ښار د ډاکټر نجیب الله د حکومت له منګولو ونیو .

جلال الدین حقاني په ۱۳۷۱ کال د کابل تر سقوط وروسته د پخوانیو مجاهدینو په لومړنۍ کابینه کې د عدلیې وزیر ټاکل شوی و.

حقاني په ۸۰مه زیږدیزه لسیزه کې د امریکايي ولسمشر رونالد ریګن له خوا سپینې ماڼۍ ته وغوښتل شو، چې په ۹۰مه لسیزه کې حقاني د طالبانو له حکومت سره یوځای شو.