کابل کې ځانمرګو د خبریالانو په ګډون ۲۰ کسان وژلي

عیني شاهدان وايي، برید یوه لوبغالي کې دننه شوی د انځور حقوق SOCIAL MEDIA
Image caption عیني شاهدان وايي، برید یوه لوبغالي کې دننه شوی

د کابل لویدېځ دشت برچي سیمې یوه ورزشي کلب کې له ځانمرګي برید څو شېبې وروسته هغه مهال دویم ځانمرګي برید وشو، چې د پېښې ځای کې خبریالان او د امنیتي ځواکونو کسان یو ځای شول.

د کابل پولیسو مرستیال ویاند نصرت رحیمي بي بي سي ته وویل، د وژل شویو کسانو شمېر ۲۰ ته رسېدلی او ۷۰ کسان ټپیان شوي دي.

د امنیتي سرچینو په وینا دویم برید کې د سر ډېر زیان او ښتی او وژل شویو او ټپیانو کې خبریالان هم شامل دي.

سیمه کې یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل، له لومړي ځانمرګي برید لږ وروسته، دویم ځانمرګي بریدګر چې یوه موټر کې پټ و، هلته د خبریالانو او امنیتي کسانو منځ کې ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.

افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې 'نی ' ویلي، په دویم برید کې د ځايي خبري رسنیو دوه خبریالان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

بل لور ته 'طلوع نیوز ' خبري شبکې تایید کړې، چې دغه پېښه کې د دوی دوه خبریالان وژل شوي دي.

'۲۰۱۶ کال افغانستان کې د خبریالانو لپاره خونړی و'

یونیسکو: د افغان خبریالانو د خوندیتوب هڅې به دوه برابره کړو

د طلوع نیوز خبري شبکې خبر برخې مسوول لطف الله نجفي زاده په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

''نن مو د کابل بریدونو کې دوه وتلي خبریالان له لاسه ورکړل، هېڅ توري زموږ درد بیانولو ته بسنه نه کوي. ''

له دې مخکې د کابل پولیسو ویاند حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل، ځانمرګي بریدګر د کابل لویديځه برخه کې د غېږ نیونې یو کلب په نښه کړی.

د عیني شاهدانو په وینا لومړي ځانمرګي بریدګر د ورزش دغه کلب ته له ننوتو مخکې ساتونکی په ډزو وواژه او وروسته یې کلب کې دننه ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.

عیني شاهدان وايي، پېښه داسې مهال وشوه، چې ځايي اوسېدونکي کلب کې د پهلوانۍ یا غېږ نیولو سیالیو لیدو ته ور غونډ شوي وو.

د روان کال اپریل میاشتې وروستیو کې د پلازمېنې شش درک سیمې یوه ورته برید پایله کې د نهو خبریالانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي وو.

تر دې دمه کومې ډلې د ننني برید مسوولیت نه دی منلی.

اړونده مطالب

ورته مطالب