کابل کې د داعش بریدونو د خبریالانو په ګډون ۲۶ کسان وژلي

کابل

د عکس سرچینه، AFP/Getty Images

د عکس تشریح،

د امنیتي سرچینو په وینا، دویم برید کې د سر ډېر زیان اوښتی او وژل شویو او ټپیانو کې خبریالان هم شامل دي.

د کابل لویديځ دشت برچي سیمې یوه ورزشي کلب کې له ځانمرګي برید څو شېبې وروسته هغه مهال دویم موټر بم ځانمرګی برید وشو، چې د پېښې ځای کې خبریالان او د امنیتي ځواکونو کسان یو ځای شول.

د کابل امنیه قومندانۍ ویاند حشمت ستانکزي بي بي سي ته وویل، د وژل شویو شمېر ۲۶ او د ټپیانو شمېر تر ۹۵ اوښتی دی.

د امنیتي سرچینو په وینا، دویم برید کې د سر ډېر زیان اوښتی او وژل شویو او ټپیانو کې خبریالان هم شامل دي.

داعش

"اسلامي دولت" (داعش) نومې ډلې د دغو بریدونو مسؤلیت منلو سربېره ویلي، بریدګرو یې داسې مهال برید کړی، چې له لومړي برید وروسته کله د برید سیمه کې امنیتي کسان او خبریالان راغونډ شول، هلته بل موټربم برید وشو.

سیمه کې یوه امنیتي چارواکي بي بي سي ته وویل، له لومړي ځانمرګي برید لږ وروسته، دویم ځانمرګي بریدګر چې یوه موټر کې پټ و، هلته د خبریالانو او امنیتي کسانو منځ کې ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.

افغانستان کې د ازادو رسنیو ملاتړ ادارې 'نی ' ویلي، په دویم برید کې د ځايي خبري رسنیو دوه خبریالان وژل شوي او څلور نور ټپیان شوي دي.

د عکس سرچینه، EPA

د عکس تشریح،

دویم ځانمرګي بریدګر هغه خبریالان او مرستندویان په نښه کړل چې سیمه کې راغونډ شوي وو

بل لور ته 'طلوع نیوز ' خبري شبکې تایید کړې، چې دغه پېښه کې د دوی دوه خبریالان وژل شوي دي.

د طلوع نیوز خبري شبکې خبر برخې مسؤول لطف الله نجفي زاده په یوه ټویټر پیغام کې لیکلي:

''نن مو د کابل بریدونو کې دوه وتلي خبریالان له لاسه ورکړل، هېڅ توري زموږ درد بیانولو ته بسنه نه کوي. ''

د عیني شاهدانو په وینا لومړي ځانمرګي بریدګر د ورزش دغه کلب ته له ننوتو مخکې ساتونکی په ډزو وواژه او وروسته یې کلب کې دننه ځان پورې تړلیو باروتو ته چاودنه ورکړه.

عیني شاهدان وايي، پېښه داسې مهال وشوه، چې ځايي اوسېدونکي کلب کې د پهلوانۍ یا غېږ نیولو سیالیو لیدو ته ورغونډ شوي وو.

د روان کال اپریل میاشتې وروستیو کې د پلازمېنې کابل شش درک سیمې یوه ورته برید پایله کې د نهو خبریالانو په ګډون ۲۵ کسان وژل شوي وو.

د عکس سرچینه، SOCIAL MEDIA

د عکس تشریح،

عیني شاهدان وايي، برید یوه لوبغالي کې دننه شوی