په تخار کې د ۸ تنو سوځول شوي مړي موندل شوي

د عکس سرچینه، Getty Images
ولایتي چارواکي وایي، موندل شوي مړي د پولیسو دي او طالبانو سوځولي
له تخار ولایته ترلاسه شوي رپوټونه وایي، په خواجه غار ولسوالۍ کې د ۸ کسانو سوځول شوي مړي موندل شوي دي.
د دې ولایت امنیتي چارواکي وايي، دا مړي د هغو ۸ تنو پولیسو دي چې وسله والو طالبانو تر نیولو وروسته وژلي او د هغوی مړي یې سوځولي دي.
د دوی په وینا، تېره شپه وسله والو طالبانو په خواجه غار ولسوالۍ کې دا ۸ تنه سیمه ییز پولیس نیولي وو.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالخلیل اسیر بي بي سي ته وویل، د پولیسو دا سرتېري لومړی په ډزو وژل شوي دي.
وسله والو طالبانو د تخار د امنیتي چارواکو دا څرګندونې رد کړي.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي ته منلې چې تېره شپه یې د سیمه ییزو پولیسو یوه پوسته ویجاړه کړې او اته کسان یې وژلي، خو مړي یې نه دي سوځولي.
بله خوا د سیمې یو شمېر اوسېدونکو هم د پولیسو د مړو سوځول نا انساني او نا اسلامي چاره بللې.
مخکې تر دې هم د افغانستان د ځینو ولایتونو اوسېدونکو وسله وال طالبان تورن کړي وو چې د جګړې په کرښو کې د وژل شویو امنیتي ځواکونو او دولت پلوه کسانو له مړو سره ناوړه چلند کوي.
بشري حقونو په روزګان کي د ځايي خلکو هغه ادعا تائيد کړې چې ګواکي وسله والو طالبانو د وژل شوو پولیسو پر مړو تېزاب شیندلي.
په ارزوګان کې د بشري حقونو د دفتر سر پرست عبدالاحد بهايي دغه کار غندي او وايي له طالبانو یې د وروستیو پېښو په اړه وضاحت غوښتی
خو طالبان دا تورونه ردوي چې ګواکې وسله وال یې جګړې په کرښو کې د امنیتي ځواکونو له مړو سره ناوړه چلند کوي.
دوی دا کار ناروا بولي او وايي، که یې پر کوم جنګیالي دا تور ثابت شي سزا به ورکړل شي.