'افغانستان کې د بې ځایه شویو ستونزه پر ځای پاتې ده'

افغانستان د انځور حقوق AFP/GETTY
Image caption ملګرو ملتونو چارواکي وايي، جګړې، بې وزلي او بې روزګاري افغانستان کې د بې ځایه کېدو او بهر ته د کډوالۍ مهم سببونه دي.

د بېړنیو مرستو لپاره د ملګرو ملتونو اړوند ادارې مشر مارک لاو کک وايي، افغانستان کې د ناامنیو، بې وزلۍ او روزګار لږوالي له کبله راپورته شوې ستونزې پر ځای پاتې دي.

ښاغلي لاوکک کابل کې یوې خبرې غونډې ته وویل، دې لړ کې شوې هڅې ډېرې ګټورې نه وې او د مرستو غوښتنه یې وکړه:

''جګړو او وروستیو وچکالیو خلک اړ کړي، چې کور کلی پرېږدي، موږ ژمن یو او هڅه کوو د افغان حکومت د عملي پروګرام له مخې د مرستو فعالیتونه منظم او د خلکو ستونزې تر یوه حده حل کړو. ''

غونډې ته خبرو کې د کډوالو چارو لپاره د ملګرو ملتونو عمومي کومیسار فلیپو ګراندې، د بې ځایه شویو او بهر کې کډوالو افغانانو پر شمېر ډېرېدو اندېښنه وښوده.

۲۰۱۷ کې ۶۸ میلیون خلک په زور بې ځایه شوي

'درو میاشتو کې ۵۵۰۰۰ افغانان بې ځایه شوي'

"افغانستان تر ټولو ډېر بې ځایه شوي کسان لري"

نوموړی وايي، جګړې، بې وزلي او بې روزګاري افغانستان کې د بې ځایه کېدو او بهر ته د کډوالۍ مهم سببونه دي.

ښاغلي ګراندې له اروپايي چارواکو وغوښتل، د افغانانو پناه غوښتنې لړ کې احتیاط وکړي:

''له هغو اروپایانو، چې د افغان کډوالو پناه غوښتنې په تړاو پرېکړې کوي، د ډېر احتیاط غوښتنه کوو، ځکه په ځینې حالاتو کې دغه پرېکړې د پناه غوښتونکو له ژوند سره غوټه دي. ''

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو کومیسار وايي، په افغانستان کې ناوړه بشري وضعیت ته په کتو سره باید له پاکستان او ایرانه هم د افغان کډوالو بېرته ستنېدل د کډوالو په خپله خوښه وي.

که څه هم په څو تېرو کلونو کې سلګونه زره افغان کډوال بېرته خپلو مېنو ته ستانه شوي دي، خو د شمېرو له مخې لا هم تر څلور میلیونو ډېر افغانان پاکستان او ایران کې کډوال دي.

د انځور حقوق AFP/GETTY

افغان حکومت د ملګرو متلونو په مرسته د کډوالو بېرته ستنېدو لپاره د یو شمېر مرستو زمینه برابره کړې، خو ځینې کډوال د بې کورۍ، بې روزګارۍ او ناامنیو په ګډون د یو شمېر مسایلو له کبله هېواد ته ستنېدو ته زړه نه ښه کوي.

بېلابېلو ستونزو له هغې ډلې نا امني، بې کوري او بې روزګاري له کبله هېواد ته بېرته هېواد ته د ستنېدو لپاره زړه نه ښه کوي.