کندهار کې ترافيکي پېښې شپاړس کسان ووژل
په افغانستان کې په لویو لارو د ترافيکي پېښو ستر لاملونه د لارو خرابوالی، د چلوونکو ټيټ پوهاوی، د ټرافيکي لارښوونو نشتوالی او د خونديتوب د لارو چارو نشتوالی ښودل کېږي.
د کندهار - هرات په لویه لاره د یوه سپرلۍ وړونکي بس د ټکر له امله شپاړس کسان وژل شوي او ۲۵ نور ټپيان شوي دي.
د کندهار د والي ویاند عزیز احمد عزيزي بي بي سي ته ویلي، په وژل شوو کې درې مېرمنې او درې کوچنيان او په ټپيانو کې درې مېرمنې او یو کوچنی شامل دي.
نوموړی وايي ګاډی د احمدشاه ابدالي په نامه د سپرلۍ وړونکي شرکت اړوند دی.
د کندهار د ترافيکو مدیر عبدالحميد افضلي بي بي سي ته ویلي، پېښه د کندهار او هلمند تر منځ د ژیړۍ ولسوالۍ اړوند حوض مدد سيمه کې هغه ګاډي کړې چې د هلمند له لشکرګاه څخه کندهار ته په لاره و.
هغه وايي بس په لاره کې له یوه ولاړ خراب بار وړونکي ګاډي سره له لګېدو وروسته له یوه مازدا ډوله لارۍ سره ټکر شوی.
د چټک تګ مخنیوی
په وروستیو کې د ورته پېښو له وېرې د کندهار د ترافیکو ادارې سپرلۍ وړونکو بس ګاډو ته داسې وسیله ځای پر ځای کړې وه چې په ساعت کې تر سل کیلومټره د ډېرې چټکۍ مخنيوی کوي.
په افغانستان کې په لویو لارو د ترافيکي پېښو ستر لاملونه د لارو خرابوالی، د چلوونکو ټيټ پوهاوی، د ټرافيکي لارښوونو نشتوالی او د خونديتوب د لارو چارو نشتوالی ښودل کېږي.
افغانستان شاوخوا ۳۳۶۰ کیلومتره حلقوي سړک لري چې ددې هیواد ۱۶ ولایتونه سره نښلوي، خو له شمالي ولایت فاریاب نه د لویدیځ ولایت هرات تر شاوخوا سیمو نه دی قیر شوی.
افغانستان شاوخوا ۳۳۶۰ کیلومتره حلقوي سړک لري چې ددې هیواد ۱۶ ولایتونه سره نښلوي، خو له شمالي ولایت فاریاب نه د لویدیځ ولایت هرات تر شاوخوا سیمو نه دی قیر شوی.
د کابل - هرات لویه لاره نژدې ۱۰۰۰ کیلومتره اوږدوالی لري او د کابل - مزار شریف لویه لاره هم شاوخوا ۵۰۰ کیلومتره غځېدلې ده. دا دواړه لارې د افغانستان د اکثرو ولایتونو اصلي ارتباطي لارې دي.
د ترافیکو پولیسو نشتوالی، د ترافیکي قوانیونو نه څارنه او د موټر چلونکو ناغیړۍ او سرغړونو پر دغو لارو سفر خطرناک کړی. پر دغو لارو سفر له ویرې او اندېښنو سره مل دی.