'کلیوالې سیمې دې طالبانو لاس کې پاتې شي؟'

طالبان

د عکس سرچینه، AFP/GETTY IMAGES

فایننشال ټایمز لیکي افغانستان ته د امریکا ددفاع د وزیر پروني سفر له ځان سره یو مهم پيغام درلود، دا پيغام د ورځپاڼې په وینا د سولې په اړه و.

د ورځپاڼې په دې مطلب کې ادعا شوې چې له طالبانو سره د سولې په برخه کې دوه احتماله دي: یو دا چې دغې ډلې ته په سیاسي واک کې برخه ورکړل شي او یا دا چې کلیوالي سیمې د طالبانو په لاس کې پاتې شي.

د ورځپاڼې په وینا، دا امکان شته د امریکا او طالبانو په وروستیو مخامخ خبرو کې ځینې هوکړې شوې وي، خو پوښتنه داده چې ایا پاکستان، روسیه، ایران او چین به له روان بهیر سره د موافقه وکړي او که نه او روسیه د غچ اخستلو په موخه روان بهیر ګډوډ کړي.

انډین اکسپریس ورځپاڼه لیکي امریکا په افغانستان کې د چین او ایران په ګټه د بدلیدونکي وضعیت څخه خوشاله نه ده او اوس یې افغانستان پخوانی دپلومات زلمی خلیلزاد استولی چې دې ستونزې ته د حل لاره ومومي.

خو لیکوال وايي د خلیل زاد په راتګ سره به پاکستان ته ستونزمنه شي چې لا ډېر ښکل شي.

د پاکستان نوې لومړي وزیر عمران خان دریځ ته په اشارې سره ددې مطلب لیکوال په دې نظر دی چې هغه د سختو پریکړو د کولو توان لري خو د طالبانو په برخه کې باید د بدلون وړ دریځ ولري.

د دې مطلب لیکوال د خلیلزاد رول ته په اشارې سره زیاتوي د پاکستان او امریکا لومړی ټکر د بهرنیو چارو وزارت د سلاکار په توګه دغه په ټاکلو سره رامنځته شوی او دا ټکر به هغه وخت لا جوت شي چې کابل وغواړي خپل دریځ د خلیل زاد په مرسته لا سخت کړي.

هغه خلیل زاد په خپل کتاب استازي کې یې ویلي "په ۲۰۰۳ کال کې دا په ډاګه شوه چې نور د پاکستان دوه مخې د انکار وړ نه ده او داسې کره راپورونه مو تر لاسه کړل چې پاکستان وسله والو ته پيسې ، وسلې او روزنه ورکوي او بیا هغوی راځي او په افغانستان کې بریدونه کوي".

د عکس سرچینه، AFP

د عکس تشریح،

خلیلزاد د امریکا د جمهوریپالو بهرنۍ پالیسۍ کې پخه مخینه لري.

ټایمز اف انډیا لیکلي چې د هند د بهرنیو چارو مرستیال وزیر ویجې ګوکیل راتلونکې اونۍ کابل ته ځي. ورځپاڼه لیکي نوموړی داسې مهال افغانستان ته ځي چې له طالبانو سره د سولې خبرو د پیل لپاره هڅې روانې دي. ورځپاڼه لیکي چې په دې سفر کې به د سولې او هغو اوو هندي انجینرانو د برخلیک په اړه له افغان چارواکو سره خبرې وکړي چې شاوخوا څلور میاشت وړاندې په بغلان ولایت کې د طالبانو له خوا تښتول شوي دي.

ایرانۍ ورځپاڼې کیهان د افغان ولسمشر له سلاکار داود سلطانزوی سره مرکه کړې او د هغه له قوله زیاتوي چې د هلمند سیند د اوبو په اړه افغانستان د دواړه هېوادونو ترمنځ شوې هوکړې ته ژمن دی او دا چې افغانستان خپلو موخو ته د رسېدو لپاره د خبرو هېڅ لاره نه ده تړلې.

ښاغلی سلطانزوی چې څو ورځې وړاندې ایران ته رسیدلی دغې ورځپاڼې ته ویلي افغانستان غواړي له ایران سره ګډه پانګونه وکړي په تیره بیا د چابهار بندر په سیمه کې. خو ده ویلي د افغان پانګوال د هڅو په وړاندې په ایران کې شته بیروکراسې په دې برخه کې پرمختګ ټکنی کړی.

نوموړي ویلي چابهار بندر د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره ډیر مهم دی.

عرب نیوز ورځپاڼې د لوی فلسطیني مرکچې صایب عریقات له قوله لیکلي چې د فلسطین د قضیې په اړه د امریکا اوسنی دریځ په سیمه کې سخت دریځي زیاتوي او منځ لارې اسلامي ډلې کمزورې کوي.

نوموړې ارب نیوز ته ویلي فلسطیني لوری تل له اسرائیلو سره د سولې خبرو ته چمتو دی خو اسرائیل نه غواړي د شخړې د سوله ییز حل لپاره بیا خبرې پيل شي.