د کابل لویدیځ په شنه امنيتي ساحه بدلېږي

افغانستان د انځور حقوق ARG
Image caption د کابل شنه ساحه چې ټینګه ساتنه يې کېږي د افغانستان د پلازمېنې ديپلومات مېشته ساحه ده.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ويلي ټول هغه امنيتي تدابیر چې د کابل په شنه ساحه کې نيول شوي د کابل په لوېدیځ کې هم پلي کېږي.

هغه چې تېره شپه (د وږي په ش۱۶مه) يې د کابل د لویديځې برخې له استازو سره کتل ويلي، چې د کابل ښار د دې سيمې لپاره به بنسټیز ګامونه اوچت شي او هر اړخیز بحثونه ورته په کار دي.

د کابل شنه ساحه چې ټینګه ساتنه يې کېږي د افغانستان د پلازمېنې ديپلومات مېشته ساحه ده.

د کابل لوېديځ کې تر ډېره هزاره او شيعه مېشت دي چې په دې وروستیو مياشتو کې پرې د "اسلامي دولت" یا داعش په نامه وسله والې ډلې خونړي بريدونه وکړل.

کابل کې د داعش بریدونو د خبریالانو په ګډون ۲۶ کسان وژلي

داعش د کابل ځانمرګي برید مسوولیت منلی

د کابل برید د وژل شویو شمېر ۷۰ ته پورته شو

تېره چهارشنبه په دې سیمه د داعش په وروستي بريد کې له لومړۍ چاودنې وروسته د سيمې خلکو امنيتي ځواکونو ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړې. په دې سیمه کې دوو پرله پسې چاودنو لږ تر لږه ۲۶ کسان ووژل او له ۹۰ ډېر يې ټپيان کړل.

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تېره چهارشنبه په دې سیمه د داعش په وروستي بريد کې له لومړۍ چاودنې وروسته د سيمې خلکو امنيتي ځواکونو ته د ورتګ اجازه نه وه ورکړې.

له يادې پېښې دوه ورځې وروسته او د محرم مياشتې په رانژدې کېدو سره چې د کابل شیعه ګان د ویرنو په غونډو او بېلابېلو مراسمو نمانځي، ولسمشرۍ ماڼۍ د دغو خلکو له استازو سره کتلي دي.

د کابل څلور امنیتي زونونه

د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي چې افغان ولسمشر په دې غونډه کې ویلي چې کابل به په څلورو امنيتي زونونو ووېشل شي او د کابل لوېديځ به يې یو بنسټيز امنيتي مرکز وي.

د انځور حقوق ARG
Image caption ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ښاغلي غني امنيتي مسؤلينو ته سپارښتنه کړې چې په یو شمېر جوماتونو او تکيه خانو کې د وسلو موقت وېش وڅاري او د جوماتونو پر ساتنه هم څار وکړي.

د کابل د ګارنیزیون قوماندان جنرال مراد علي مراد هم په دې غونډه کې ویلي چې د محرم په ورځو کې يې له ولسونو سره د امنيتي همغږيو او چمتووالي لپاره ګامونه اخيستي.

د کابل په لوېديځ کې د چارشنبې ورځې له خونړيو پېښو وروسته یو شمېر سياسي څېرو او د سيمې خلکو له ځايي اوسېدونکو غوښتي وو چې د خپل امنیت د ساتلو لپاره خپله لاس په کار شي. دغه وړانديز له ولسمشر په ناسته کې ګډونوالو هم مطرح کړی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي ښاغلي غني امنيتي مسؤلينو ته سپارښتنه کړې چې په یو شمېر جوماتونو او تکيه خانو کې د وسلو موقت وېش وڅاري او د جوماتونو پر ساتنه هم څار وکړي.

د دې غونډه او خپله د خلکو له خوا د امنيت د تأمین طرحه که څه هم یو شمېر خلکو ستایلې، خو په حکومت د نيوکو لامل هم شوې. د ټولنیزو شبکو ځینو کارنانو ویلي چې که خلک خپل امنيت خپله ساتي نو حکومت به څه کوي؟

د ولسمشر یوه وياند شاه حسين مرتضوي پر خپله فېسبوک‌پاڼه ليکلي چې دا نيوکه پر ځای او د غور وړ ده. خو هغه دا هم ویلي چې د حکومت تر څنګ خلک هم د امنيت په تأمین کې مهم رول لري، په تېره بیا په اوسنیو شرایطو کې.

ښاغلی مرتضوي وايي: "د افغانستان اوسنۍ جګړې د دغه هېواد ملي او ټیکاو او امنیت په نښه کړی او د خلکو وېښتابه، یو موټی پاتې کېدل او له حکومت سره يې همکاري په دغو سختو شېبو کې د بریا کيلي ده".

ورته مطالب