افغانستان کې پوستي خدمتونه ډیجیټل کېږي
افغانستان کې پوستي خدمتونه ډیجیټل کېږي
افغان حکومت وايي، په دغه هېواد کې ټول پوستي خدمتونه ډيجیټلي بڼې ته اړوي. افغانستان کې تر اوسه پوستي خدمتونه په پخوانیو بڼو کېږي او خلک شکایت کوي چې د توکو د لېږد را لېږد بهیر یې پڅ دی. په کابل کې لومړني پوستي خدمتونه د امیر شیرعلي خان د حکومت په وخت کې پيل شوي وو او اوس د افغانستان په ۲۵ ولایتونو کې پوستي خدمتونه فعال دي. زموږ همکار عبدالله حسام د افغانستان پوستي خدمتونو ته کتنه کړې.