هرات او وردګو کې ۱۹ امنیتي کسان وژل شوي
پولیس وايي، نښته د ګهیځ تر څلورو بجو روانه وه چې د درو قومندانانو په ګډون شپږ طالبان پکې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
د هرات ولایت سیمه ییز چارواکي واييو د پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو برید کې لږترلږه نهه پولیس وژل شوي درې نور ټپیان دي.
د هرات د پولیسو ویاند جیلاني فرهاد بي بي سي ته ویلي، طالبانو تېره شپه (وږی ۱۷مه) د هرات اوبه ولسوالۍ کرشک سیمه کې پر پوستې برید کړی.
د هرات د پولیسو ویناپاڼه کې راغلي، اورپکو تېره شپه شاوخوا لس بجې د پولیسو پر دغې پوستې برید کړی، خو د امنیتي ځواکونو له ټینګ غبرګون سره مخامخ شوي.
پولیس وايي، نښته د ګهیځ تر څلورو بجو روانه وه چې د درو قومندانانو په ګډون شپږ طالبان پکې ووژل شول او پنځه نور ټپیان شول.
د هرات پولیس وايي، د مرستندویه پولیسو په استولو سره هلته وضعیت بېرته ارام شوی.
وردګ
بل خوا، د وردګو په دایمیرداد ولسوالۍ د وسله والو ډله يیز برید په شا تمبول شوی. په دې ولایت کې سرچینو ویلي چې په دې ولایت تېره شپه (د وږي ۱۷) وسله والو طالبانو برید وکړ. د ورګو والي له دفتره په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې برید کې ددې ولسوالۍ امنیه قومندان یونس حسیني په ګډون لس امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.
د خبر پاڼې په خبره ۳۵۰ وسله والو طالبانو برید تېره شپه ۱۱ بجې کړی دی.
سرچینه زیاتوي چې افغان ځواکونو برید ته سخت ځواب ویلی او په پایله کې یې ۵۲ وسله وال وژل شوي او ۶۵ نور ټپیان شوي دي.
د والي دفتر ویلي چې سیمه ته تازه دمي ځواکونه استول شوي او یاده سیمه د دولت تر واک لاندې ده.
دایمیرداد د وردګو له نا امنه ولسوالیو ده چې ویل کیږی افغان امنیتي ځواکونه پرې چندان کنټرول نه لري.
افغانستان کې د پولیسو پر پوستو د طالبانو بریدونه له ډېرې مودې راهیسې روان دي.