د "شهید اوونۍ" په نامه مراسمو کې مرګ ژوبله
د "شهید اوونۍ" په نامه مراسمو کې مرګ ژوبله
د افغانستان په پلازمېنه کابل کې یوه ځانمرګي برید اووه کسان وژلي او شل نور یې ټپیان کړي دي. برید په داسې وخت کې کېږي چې همدغلته نن د "شهید اوونۍ" په نامه کلني مراسم روان وو.
په عین وخت کې، د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي نن په کابل ښار کې د پخواني قومندان احمد شاه مسعود د پلویانو په هوايي ډزو کې ۱۳ کسان ټپي شوي او روغتونونو ته وړل شوي دي. احمد شاه مسعود ۱۷ کاله مخکې ووژل شو. هر کال یې پلویان د مرګ د ورځې یاد کوي.
نور حال د نجما ځلا په رپوټ کې.