"ایراني نشه یان افغانستان ته شړل شوي دي"
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

"ایراني نشه یان افغانستان ته شړل شوي دي"

بي بي سي موندلې چې یو شمېر په نشو روږدي ایرانيان، د افغانستان په لویدیځ کې سرحدي ولایت هرات ته شړل شوي دي. د دوی له ډلې یې، یو شمېر وايي چې شاوخوا ۴۰۰ روږدي ایرانیان په هرات کې ژوند کوي خو په دغه ولایت کې د ایران کونسلګرۍ مامورینو دا خبره رد کړې ده.

په هرات کې محمد قاضي زاده د دغو روږدو کسانو لیدو ورغلی وو.