افغانستان کې پانګونه کمه شوې که ډېره شوې؟

افغانستان کې پانګونه کمه شوې که ډېره شوې؟

سیګار یا د افغانستان بیا رغونې لپاره د امریکا څار اداره وايي دغه هېواد د پانګونې په برخه کې، د ۱۹۰ هېوادونو په لست کې، له ۴۲ ځایه ۱۰۷ ته لوېدلی دی. دې ادارې، افغانستان د نړۍ په کچه، له وړو پانګونې د ملاتړ په برخه کې، دوهم نا مناسب هېواد ګڼلی دی خو د افغانستان سوداګرۍ وزارت وايي د تېر کال د لومړیو شپږو میاشتو پر تله د روان کال په عین موده کې د پانګونې اندازه لوړه شوې ده.

نور حال د نجما ځلا په رپوټ کې.