طالبانو د جوزجان خماب ولسوالي ونیوله

د عکس سرچینه، خماب ولسوالِ
د جوزجان ولایت د امنیت امر عبدالحفیظ خاشي بي بي سي ته ویلي چې د دې ولایت د خماب ولسوالۍ مرکز د طالبانو لاس ته ورغلی دی.
نوموړی زیاتوي، طالبانو نن (وږي ۱۹) سهار څلور بجې د دې ولسوالۍ واک ترلاسه کړ.
د ده په خبره، طالبانو له دوو ورځو راهیسې د خماب پر مرکز پراخ بریدونه پیل کړي وو.
ښاغلی خاشي په دې نښتو کې تراوسه د ۷ افغان امنیتي ځواکونه وژل تاییدوي، خو د وسله والو د تلفاتو په اړه څه نه وايي.
طالبانو هم رسنیو ته په استولي پیغام کې د دې ولسوالۍ د نیولو خبره کړې.
دی دا ادعا هم کړې چې ۱۰ پولیس یې وژلي او نیږدې همدومره کسان ورته تسلیم شوي یا یې نیولي دي.
افغان سیمه ییز چارواکي وايي د ولسوالۍ د بېرته نیولو لپاره هلته تازه دم ځواکونه استول شوي او جګړه روانه ده.
خماب ولسوالي د جوزجان له مرکز شبرغان سره ۱۷۵ کیلومتره واټن لري او له ترکمنستان سره په پوله پرته ده.
د عکس سرچینه، Darzab District Governor
له وسلوالو طالبانو سره تر یوې میاشتې جګړې وروسته د داعش تر دوه نیم سوو وسلوال افغان حکومت ته تسلیم شول.
جوزجان د افغانستان په شمال کې د داعش مرکز بلل کېده.
خو د وسلوالو طالبانو او داعش ترمنځ له نږدې یوې میاشتې جګړو وروسته د اګسټ په اوله د داعش لسګونو غړي حکومت ته تسلیم شول.
هغه مهال طالبانو او افغان حکومت وویل، چې نور په دغه سیمه کې د داغش د واک ټغر ټول شو.
اوس داسې ښکاري چې دغه سیمه کې د وسلوالو طالبانو نفوذ نور هم زیاتېږي.