زموږ شپون، زموږ محسن

د انځور حقوق NS
Image caption استاد سعدالدین شپون او نور سعید

استاد شپون مې تر ۲۰۰۹ مخکې نه و لیدلی، خو دومره مې لوستی او اورېدلی و، چې څو کلونه مخکې مې کابل کې ټکي په ټکي ورته د ده لیکنې تکرار کړې، نو حیران یې راته کتل.

سبب یې زما قوي حافظه نه ده، بلکې هغه دی چې ده ته مې هم یاد کړ او نن یې د هغه د لومړي تلین په مناسبت تکرار مناسب بولم.

استاد زغم، د نورو خبرو ته غوږ نیول او له مختلفو فکرونو ځان خبرول رازده کړل، دا یې رازده کړل، چې د خبرې هنر زده کړو.

موږ به عملاً د استاد رازده کړی هنر څومره عملي کړو، دا جلا بحث دی، خو نن چې هغه یادوو ذهن ته یو څو سبقونه راځي چې هغه یې موږ ته د رازده کولو لپاره ټول عمر زحمت وګاله.

د مرحوم استاد سعدالدین شپون د ژوند لیک په یوه برخه کې د ملګرو ملتونو کابل دفتر کې د هغه د ژوند لومړنۍ دندې موندلو حال لولو.

'و نه و یو شپون و'

سعدالدین شپون، د یو ځانګړي سبک خاوند لیکوال

استاد د هغه دفتر انځورولو په ترڅ کې دا هم راته وايي چې هلته یې لومړی ځل د بهرنیو ژبو زښت ډېر کتابونه ولیدل او په لنډه موده کې یې هغه ټول ولوستل.

دلته له استاده زده کوو، چې سنجیده لیکوال له هماغه پیله د علم او پوهې خپله تنده ماتوي.

استاد همدغې تندې او سنجیدګۍ په تانده ځوانۍ کې د هغه وخت تر علمي او ادبي حلقو رسولی او بیا یې دا زړورتوب هم ورپه برخه کړی، چې د وخت له منل شویو ادیبانو سره مخامخ او برالا اختلاف هم وکړي.

د استاد شپون سیاسي لیدلوری هم له هماغه لومړي سره څرګند و.

په همدې ژوند لیک کې یې د کوچنیوالي یوه خاطره لولو چې کندوز ته د پاچا ظاهرخان د سفر په باره کې ده او بیا د نور محمد تره کي د حکومت پر مهال له وطنه د تېښتې کیسه هم پکې شته.

امریکا ته د سفر پر مهال یې پاسپورټ حفیظ الله امین ورته لاسلیک کړی، له هغه تښتي، پلمه یې ورته کړې او بل لور ته په همدې برخه کې له تره کي سره د خپلو مجلسونو او له سلیمان لایق سره د ملګرتیا حال راته وايي، چې د نظر اختلاف پکې وینو، خو دا رازده کوي چې له مروج سیاسته جلا او فکري اختلاف سره سره ټول قلموال د یوې لارې لارویان دي.

هغسې چې استاد شپون به نورو ته توصیه کوله او ان په خپلو فکشن لیکنو کې یې هم وینو، تر ډېره حده به یې خپلې شخصي تجربې بیانولې، زما په نظر د محبوبیت یو لوی سبب یې د شخصیت او فکر همدا تنوع، د نورو زغمل او ازاد خیالي وه.

له لومړي سره پراخې مطالعې یې د فکر دایره لویه کړې وه او له اختلاف سره سره د نورو د خبرې اوریدو قوت د غور کولو او دلیل موندلو وړتیا ورپه برخه کړې وه.

له همدې برکته یې خپل ذهن له کلېشه يي فکره ژغورلی و.

د عمر وروستیو کلونو کې به یې تقریباً هر مجلس کې ځوانانو ته دوې مشورې خامخا ورکولې. یوه دا چې د (غومبسو ځالو ته ګوتې وروړئ) او بله به یې تر ډېره د نثر لیکلو وه.

استاد خپله هم شعر لیکه، خو پر نثر یې ځکه ډېر ټینګار کاوه، چې زموږ په قافیه بنده شاعرۍ کې د ده په خبره د غومبسو ځالو ته لاس وروړل لږ ګرانه شي.

د نثر لمن پراخه ده او داسې هېڅکله نه شي کېدای چې د یوې ټولنې ځینې کسان دې له نقد او اختلافه مبرا وي، له سیاسته دې ادبیات لرې وي، خلک دې یوازې د ګل او بلبل کیسې لیکي او بیا دې ژبه وده او پرمختګ وکړي یا دې له چا سره د ټولنې د ناخوالو غم پیدا شي.

پر همدې بنسټ استاد پخپله هم لومړی د نورو پر خبرو ځان پوهاوه، د هر چا هره خبره یې اورېده، لوستله او پر محاسنو او عیبونو یې ځان پوهاوه، غور یې پرې کاوه او وروسته یې په ټول جرات خپله خبره کوله.

طبیعي ده، چې د ژوند هره برخه کې استاد د خپل ځانګړي فکر څښتن و، اختلاف هم ورسره ممکن دی او خپله یې هم د خپلې خبرې په تایید ټینګار نه کاوه، بلکې د خواخوږي، سنجیده لیکوال په حیث یې خپلې هرې خبرې ته په معقول او مناسب انداز پسې یو عمر خواري او زحمت کړی، چې موږ ته پر ځان د نقد کول رازده کوي او هغه هم داسې چې د چا تندی تریو نه شي.

زموږ پر ادبیاتو د استاد شپون د احسانونو کیسه اوږده ده او له الله تعالی به یې ورته په جنت کې بدیل غواړو. پر ګور یې نور شه.

اړونده مطالب

ورته مطالب