ننګرهار کې درې چاودنو یو هلک وژلی او څلور یې ټپيان کړي

Image caption جلال اباد ښار دریمې ناحیې اړوند بي بي حوا ښوونځي ته څېرمه چاودنه وشوه.

د جلال اباد ښار دریمې ناحیې او په بهسودو ولسوالیو کې د نجونو دوو ښوونځیو ته څېرمه چاودنو کې یو کوچنی وژل شوی او څلور نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د پوهنې ریاست یوې سرچینې بي بي سي ته ویلي، په چاودنو کې د دواړو لیسو دوه ملازمین ژوبل شوي دي.

کابل کې د داعش بریدونو د خبریالانو په ګډون ۲۶ کسان وژلي

له ننګرهاره د افغانستان د پارلمان غړی بمي چاودنه کې ټپي شوی

ننګرهار: ټاکنو کمېسیون ته څېرمه ځانمرګی برید شوی

سرچینه وايي، د جلال اباد ښار بي بي حوا لیسې مخې ته او د بهسودو ملک حمیرا ښوونځي ته څېرمه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.

د ننګرهار والي ویاند عطاء الله خوږیاڼی وايي، ننګرهار کې نن سهار درې چاودنې شوي چې یو ۱۴ کلن تنکی ځوان پکې وژل شوی او ۴ نور ژوبلېدلي دي.

Image caption د جلال اباد ښار بي بي حوا لیسې مخې ته او د بهسودو ملک حمیرا ښوونځي ته څېرمه چاودېدونکي توکي ځای پرځای شوي وو.

دا چاودنې داسې حال کې کیږي چې تازه ښوونځي د اوړي له درې میاشتینیو رخصتیو وروسته بیا پیل شوي دي.

له دې وړاندې 'اسلامي دولت' (داعش) نومې ډلې په ننګرهار کې په ځانګړي توګه د نجونو ښوونځیو ته ګواښ کړی و چې که افغان امنیتي او بهرني ځواکونه د دوی په نفوذي سیمو کې بریدونه ونه دروي، دوی به ښوونځي په نښه کړي.

ورته مطالب