ننګرهار کې د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۶۸ ته پورته شو

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
د ننګرهار برید ټپیانو درملنه

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوګیاڼي د چارشنبې په ورځ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې په دغه ولایت کې د سې شنبې ورځې د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۶۸ ته پورته شوی دی.

د نوموړي په خبره، په هغه برید کې د ټپیانو شمېر هم ۱۶۵ ته رسېدلی دی.

پرون د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکو ويل، د پېښې له ځای روغتونونو ته ۳۲ جسدونه او ۱۳۰ ژوبل ور وړل شوي.

خو په سیمه کې د بي بي سي خبریال ذبیح الله رحیمزی وايي، د پېښې له ځای ډېر جسدونه د قرباني کورنيو له خوا خپلو کورونو ته هم وړل شوي هم دي.

له دې وړاندې د ننګرهار د ولايتي شورا يو غړي عبيدالله شينواري دغه برید کې د وژل شويو شمېر تر ۷۰ او زخمیانو تر ۱۸۰ ياد کړی دی.

ننګرهار کې درې چاودنو یو هلک وژلی او څلور یې ټپيان کړي

ننګرهار کې پاکستان خپله کونسلګري وتړله

ننګرهار کې د قابلو پر روزنیز مرکز برید پای ته رسېدلی

د ننګرهار د عامې روغتيا چارواکو ویلي، تېره شپه ناوخته پنځه ټپیان- چې حالت يې نازک و- د ننګرهار له حوزوي روغتون کابل ته د درملنې لپاره لېږدول شوي.

د انځور حقوق EPA
Image caption طالبانو ويلي پېښه کې دوی لاس نه لري او بلې کومې ډلې تر دې دمه د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

دغه برید مومندره ولسوالۍ په ډکه (سیمه) کې د جلال اباد- تورخم سړک ته څېرمه پر مظاهره چیانو هغه مهال وشو، چې د غرمې ډوډۍ لپاره په یوه تجیر کې ټول شوي وو.

طالبانو ويلي پېښه کې دوی لاس نه لري او بلې کومې ډلې تر دې دمه د دې بريد مسووليت نه دی منلی.

لاریونوالو څه غوښتل؟

د انځور حقوق FB
Image caption لاریونوالو د جلال اباد- تورخم لار تړلې وه.

پرون غرمه مهال یوه بجه د جلال اباد- تورخم لويې لارې د مومندرې ولسوالۍ اړوند په ډکه سيمه کې د لاريونوالو د پرلت په خېمه کې ځانمرګی بريد وشو.

دې اعتراض کوونکو د اچين ولسوالۍ د سيمه ييزو پوليسو يو قومندان پر ناوړه چلند او زورزياتي تورنوه او دا لويه لار يې د اعتراض په توګه تړلې وه.

دې قومندان خپله څه نه دي ويلي، خو د والي وياند وايي، د خلکو له عارض کېدو وروسته ياد قومندان توقيف، مګر له کابل د يو پلاوي تر ټاکلو وروسته موضوع پوځي څارنوالۍ ته تللې وه:

دې خلکو داسې اسناد شریک نه شو کړی چې ياد قومندان څارنوالۍ پړ کړي.

د برید غندل

افغان ولسمشرۍ ماڼۍ د یوې بیانیې په خپرولو سره دا پېښه او جلال اباد ښار او بهسودو ولسوالۍ کې پر ښوونځیو پرونۍ چاودنې غندلې دي.

په بیان کې د ولسمشر غني له خولې چې دا ډول بریدونه د "بشر ضد جنایتونه" بلل شوي دي.

"روانه تپلې جګړه هیڅ رواتوب یا مشروعیت نه لري او پر ملکي تاسیساتو، جوماتونو، ښځو، ماشومانو، ولسي وګړو بریدونه د بشر ضد جنایت دی".

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې ادارې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ننګرهار پروني بریدونه غندلي دي.

په بیانیه کې د دې ادارې د مشر تادا میچي یاماموتو له خولې په ورته بریدونو کې د ولسي وګړو د نښه کولو له امله اندېښنه ښودل شوې ده.

"زه دغو بریدونو چې قصداً ولسي وګړي په نښه شوي سخت غوسه کړی یم. موږ له قربانیانو، کورنیو او افغان ولس سره ژوره همدردي لرو.د ښوونځیو په بمونو الوځول او د ماشومانو وژل یو ترهګریز عمل او د نړیوالو انساني حقونو خلاف ورزي ده".

درې نورې چاودنې

Image caption ننګرهار او نورو ګرمو سیمو کې د سپټمبر پر ۱۱ ښوونیز کال پیل شو.

له دغه برید مخکې د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار او ور څېرمه سیمو کې درې چاودنې وشوې.

دا چاودنې د ښار په دریمه او شپږمه ناحیه او بهسودو ولسوالۍ کې د نجونو دوو او هلکانو له یوه ښوونځې سره شوې دي.

د چارواکو په خبره، په دې چاودنو کې یو کوچنی وژل شوی او څلور نور کسان ټپي شوي دي.

ننګرهار او نورو ګرمو سیمو کې ښوونځي د اوړي له درې میاشتینیو رخصتیو وروسته بیا پیل شوي دي.

ورته مطالب