د کندهار انځورګرې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د کندهار انځورګرې

د افغانستان سوېلي کندهار ولایت کې ۴۰ نجونې همدا اوس په انځورګرۍ او خطاطۍ بوختې دي. دا نجونې او ښوونکې یې وايي، اوس له دې مسلک او هنر سره د دغه ولایت د نجونو لیوالتیا تر پخوا ډېره شوې ده. د کندهار د ښکلو هنرونو د ټولنې مشر وايي، دلیل یې دا دی چې اوس یې نجونو ته ځانګړې اسانتیاوې برابرې کړې دي. نور حال مامون درانی لري.