ولسي جرګه: 'له امریکا سره دې امنیتي سند له سره وارزول شي'

پارلمان د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption د جرګې غړو شل لاسلیکونه راټول کړل چې دغه موضوع د دوی په یوه عمومي غونډه کې د اجنډا برخه وګرځي.

د افغانستان ولسي جرګې د 'وږي پر ۲۱مه'د امنیتي وضعیت په اړه له اندیښنې ښودنې وروسته پرېکړه وکړه چې له امریکا سره امنیتي سند به له سره ارزوي.

وکیلان وایي چې تراوسه یې د دغه سند هېڅ ګټې نه دي لیدلې او د دوی په باور امنیتي وضعیت ورځ تر بلې پېچلی کېږي.

د جرګې غړو شل لاسلیکونه راټول کړل چې دغه موضوع د دوی په یوه عمومي غونډه کې د اجنډا برخه وګرځي.

د دوی دغه غوښتنه د رایو په اکثریت ومنل شوه. د جرګې د دغې غونډې مشري د دوی لومړي مرستیال همایون همایون کوله چې د وکیلانو اندیښنې یې داسې ځواب کړې.

"دغه امنیتي تړون افغانستان ته هیڅ ډول ګټه نه ده رسولې، زما هیله له تاسو داده چې که تاسو غواړئ د کورنۍ دندو د اصولو له مخې هغه شل لاسلیکونه چې راټول شوي د نړیوالو اړیکو او دفاعي چارو کمیسیونونو ته وسپارل شي، تاسو کولای شي د همدې امنیتي سند د برخه لیک په اړه پرېکړه وکړئ، اوس مونږ داسې مخ ته روان یو چې هره ورځ درې -څلور سوه مرګ ژوبله لرو."

د قانون له مخې ولسي جرګه د هغو نړیوالو تړونونو د لغوه کېدو واک لري چې تصویب کړي یې دي. د اساسي قانون د ۹۰ مادې په پنځمه فقره کې راغلي، د نړیوالو تړونونو او میثاقونو تصدیق او فسخه کول، د ولسي جرګې له صلاحیتونو دي.

د افغانستان او امریکا ترمنځ امنیتي سند نژدې څلور کاله وړاندې د سپتمبر په ۳۰ نېټه د ملي یووالي حکومت د مشرانو تر لوړې یوه ورځ وروسته لاسلیک شو.

د دغه سند پر اساس له ۲۰۱۴ کال وروسته شااوخوا لس زره امریکایي او ۲۵۰۰ نور بهرني ځواکونه افغانستان کې پاته او دوی ته نهه اډې ورکول شوې. دغه سند پخواني ولسمشر حامد کرزي، د لویې جرګې له تائید سره - سره لاسلیک نه کړ.

افغان ولسمشر د سند د لاسلیک پر مهال وویل چې د دغه امنیتي سند په لاسلیکولو سره به هیواد کې ارامي راشي او افغانان به خوندي کېږي، خو اوس د ولسي جرګې غړي وایي، دغه سند د ګټې پر ځای زیان ډېر کړی دی.

د جرګې غړی عبیدالله بارکزی:

"پاکستان، ایران، روس، طالب، داعش او نورې بلاوې دې وژني، امریکا یوازې د دې وضعیت ننداره کوي، دوی په تیرو ۱۷ کلونو کې زموږ پوځ ته کم تر کمه سل الوتکې ورنه کړې، هغه څه یې ورنه کړل چې یو پوځ ورته اړتیا لري، اصلي خبره داده چې په دې تړون له سره غور وکړو او د افغانستان خلک نور له دې عذابه خلاص کړو."

دغه سند پخواني ولسمشر حامد کرزي، د لویې جرګې له تائید سره - سره لاسلیک نه کړ.

له امریکا سره د امنیتي سند د لاسلیک پرمهال ولسمشر اشرف غني وویل، تړونونه د بدلون وړ دي که هغه واړه یا لوی وي.

ده وویل چې هر لاسلیکوونکی د دوو کلونو په چوکاټ کې کولای شي له تړونه ووځي، خو ولسمشر زیاته کړې وه چې شاید اړتیا ورته نه وي.

معلومه نه ده چې ولسي جرګه به څه وخت له امریکا سره د امنیتي سند بیا ارزول خپلې اجنډا کې نیسي او دا هم څرګنده نه ده چې د تړون پر وړاندې به څه ډول پریکړه کوي. دغې جرګې کې د همدې سند د تصویب پرمهال یوازې ۵ سره کارتونه پورته شوي وو.

ورته مطالب