د امریکا متحدو ایالتونو افغانستان ته نوې چورلکې ورکړې

افغانستان د انځور حقوق RSM
Image caption . ټاکل شوې امریکا تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغان پوځیانو پر سمبالښت او ځانګړې توګه هوایي ځواکونو باندې ۷ میلیارده ډالر ولګوي.

د افغانستان دفاع وزارت چارواکي وايي، هغه اووه جنګې چورلکې به ژر د جګړې ډګر کې فعالیت ته واستوي، چې تازه د امریکا متحدو ایالتونو افغان پوځ ته ورکړې دي.

د دغه وزارت ویاند غفوراحمد جاوید وایي:

''دا پنځه (MD 530) ډوله او دوې بلک هاک، چورلکې دي. دا د امریکا مرستې او د هغه پلان یوه برخه ده چې له مخې یې هوایي ځواکونه درې برابره کېږي، د ترهګرو پر وړاندې مونږ له ایم ډي ډوله چورلکو کار اخلو او ګټورې دي. ''

له افغان پوځ سره نوې هوایي مرستې په داسې حال کې کېږي چې له تیرو څو ورځو راهیسې دغو ځواکونو په لوګر، غزني، کندهار، هرات، بادغیس، فاریاب، بغلان، ننګرهار او هلمند ولایتونو کې د وسله والو مخالفانو پر ضد هوایي بریدونو ته زور ورکړی دی.

ټاکل شوې امریکا تر راتلونکو پنځو کلونو پورې د افغان پوځیانو پر سمبالښت او ځانګړې توګه هوایي ځواکونو باندې ۷ میلیارده ډالر ولګوي. افغان پوځ دا مهال له سلو ډېرې جنګي الوتکې لري.

له دې مخکې د افغانستان ټاکنو خپلواک کمېسیون کمشنر حفیظ الله هاشمي ویلي و، افغانستان کې دېره د پرېکنده ماموریت بهرني پوځیان به د افغان امنیتي ځواک ترڅنګ لرو پرتو سیمو ته د ټاکنو اړوند تجهیزات لېږدوي او افغان امنیتي ځواکونو ته به د امنیت د ټینګښت لارې چارې ور ښيي.

د کمېسیون چارواکو په خبره د افغان امنیتي ځواکونو تر څنګ به د پرېکنده ماموریت بهرني ځواکونه هم د راتلوونکو ټاکنو د امنیت په ټینګښت کې برخه واخلي.

د ټاکنو کمېسيون ډېټابېس کې جعلي تذکرې ثبت شوې دي

ټاکنو کمېسیون د ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ځنډولو غوښتنه کړې

د کمېسیون چارواکو په خبره د رایې ورکړې ۵۱۰۰ مرکزونه یې ځانګړي کړي دي او امنیتي ځواکونو د دغو ټولو مرکزونو د ساتنې ډاډ ورکړی دی.

د ټاکنو کمېسیون په وینا د ټاکنو لپاره اړوند توکي افغانستان ته رسېدلي او ژر به یې د هوا او ځمکې له لارې ولایتونو ته د لېږلو لړۍ پیل شي.

Image caption مسوولین وایي د ۹ میلیونه رایه ور کوونکو له ډلې د ۷،۳ میلیونه کسانو نومونه په ډیجیټلي زېرمه کې ثبت شوي دي.

مسوولین دا هم وایي د ۹ میلیونه رایه ور کوونکو له ډلې د ۷،۳ میلیونه کسانو نومونه په ډیجیټلي زېرمه کې ثبت شوي دي.

بل لور ته وسله والو طالبانو افغانستان کې کېدونکې پارلماني ټاکنې ننګولې او له خلکو یې غوښتي چې برخه په کې وانخلي.

په تېر کې هم بهرنیو ځواکونو له افغان امنیتي ځواکونو سره د ټاکنو امنیت ساتنې په برخه کې مرسته کړې وه.