د ننګرهار برید ټپیانو درملنه

د ننګرهار برید ټپیانو درملنه

په ننګرهار ولایت کې د سې شنبې ورځې د ځانمرګي برید د وژل شویو شمېر ۶۸ او د ټپیانو شمیر ۱۶۵ ته پورته شوی دی. دغه برید مومندره ولسوالۍ کې پر مظاهره چیانو هغه مهال وشو، چې د غرمې ډوډۍ لپاره په یوه تجیر کې ټول شوي وو. که څه هم وروستۍ یوه نیمه میاشت په ننګرهار کې نسبتآ ارامه وه، خو بیا هم په تېرو دريو میاشتو کې په لويو او ډله یيزو وسله والو بريدونو کې ۶۰۰ ته مرګ ژوبله اوښتې چې ټول په ننګرهار کې حوزوي روغتون ته بيول شوي. زبیح الله رحیمزی همدې روغتون ته ورغلی او دا رپوټ یې جوړ کړی