غني: د سولې امکانات تر بل هر وخت ډېر دي

ولسمشر غني د انځور حقوق ARG
Image caption د ولسمشر غني خبرې په غیر مستقیمه توګه د افغانستان د ولسي جرګې پرونۍ پرېکړې ته غبرګون بلل کېږي، چې غوښتي یې و، له امریکا سره دې امنیتي تړون له سره وارزول شي.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، که څه هم حکومت له طالبانو سره د سولې خبرو ته نژدې شوی، خو افغان امنیتي ځواکونه کولای شي په خپلواکه توګه د هېواد امنیت وساتي.

د ښاغلي غني په وینا خلک نه غواړي بیا د پخوا په شان ګوښي پاتې شي او زرګونه نړیوال پوځیان د افغان امنیتي ځواکونو ځای ونیسي.

دا خبرې په غیر مستقیمه توګه د افغانستان د ولسي جرګې پرونۍ پرېکړې ته غبرګون بلل کېږي، چې غوښتي یې و، له امریکا سره دې امنیتي تړون له سره وارزول شي.

د ولسي جرګې ځیني غړي وايي، دغه تړون د افغانستان لپاره هیڅ ګټه نه درلوده او امنیتي حالت ورځ تر بلي خرابېږي.

ولسمشر غني په ظاهره د شهیدانو اونۍ لمانځنې په مناسبت وینا کوله، خو خبرې یې د سولې او امنیت په تړاو د حکومت پر سیاست ورټولې وې. نوموړي وویل:

''د سولې امکانات د بل هر وخت پرتله بهتر دي. د جګړې ماهیت کې بدلون راغلی او د افغانستان امنیتي ځواکونو وښوده، چې د پرمختللیو او مجهزو نړیوالو ځواکونو ځای یې ونیو او ورځ تر بلې به د خدای تعالی په فضل د دوی قوت ډېرېږي، نو پوښتنه دا ده، چې ایا غواړئ داسې وخت کې چې سولې ته نژدې یو، ځان پخپله انزوا کې واچوو، بدیل مو څه دی؟ ایا له نړۍ بیا غواړئ چې سل زره عسکر راولېږي؟ او څوک دا غواړي؟ ''

ولسمشر غني وايي، نه غواړي په افغانستان کې میراثي قدرت یو ځل بیا راژوندی شي او د زور حکومت واکمن شي.

د افغانستان ولسي جرګې د چارشنبې غونډه کې د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چې له امریکا سره دې د افغانستان امنیتي تړون له سره وارزول شي.

'له امریکا سره دې امنیتي سند له سره وارزول شي'

ايساف: د کابل او واشنګټن ترمنځ تړون مهم دی

دغه تړون ۲۰۱۴ کال کې د ولسمشر غني د حکومت په لومړیو ورځو کې لاسلیک شو، چې له مخې یې د امریکا متحدو ایالتونو اجازه ومونده، له ۲۰۱۴ کال وروسته هم خپل پوځیان په افغانستان کې وساتي.

د ولسي جرګې ځینې غړي استدلال کوي، چې له امریکا سره له امنیتي تړون وروسته هم د افغانستان په امنیتي وضعیت کې کوم ځانګړی ښه والی نه دی راغلی او تر څنګ یې د حکومت مخالفو وسله والو ډلو فعالیتونه لا ډېر شوي دي.

د انځور حقوق AFP/GETTY IMAGES
Image caption د افغانستان ولسي جرګې د چارشنبې غونډه کې د رایو په اکثریت پرېکړه وکړه، چې له امریکا سره دې د افغانستان امنیتي تړون له سره وارزول شي.

د دغه تړون له مخې شاوخوا ۱۰ زره امریکايي او د ناټو سازمان غړو هېوادونو ۲۵۰۰ سرتېري له ۲۰۱۴ کال وروسته هم افغانستان کې پاتې کېدای شي. دغه ځواکونه قضايي خوندیتوب لري، په نهو اډو کې دېره دي او اووه هوايي ډګرونو ته لاسرسی لري.