'جلال اباد کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی'
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

'جلال اباد کې امنیتي وضعیت ښه شوی دی'

د افغانستان په ختیځ کې دننګرهار چارواکي وايي، د جلال اباد ښار کې 'امنیتي وضعیت ډېر ښه شوی دی. '

د ننګرهار والي حیات الله حیات وايي، تښتونې او وېره اچونې پای موندلې او ښار او ولسوالیو کې امنیت ډاډمن شوی دی.

والي حیات الله حیات داخبره په داسې وخت کې کړې چې د دوشنبې پر ورځ د مومند درې ولسوالۍ کې یو ځان مرګي برید کې چې د سیمه يیز پولیس د یوه قوماندان پرضد لاریون کې وشو، لږ تر لږه ۷۰ کسان وژل شوي او له ۱۶۵ نور ژوبل شوي دي.

والي حیات وویل چې دپولیسو دغه قوماندان نیول شوی او د دوسیې څېړنه یې روانه ده.

د ننګرهار والي حیات الله حیات د ننګرهار په امنیت، د مومند درې د تېرې ورځې پر خونړي برید، په ننګرهار کې د جنګسالارانو پر اغېز او نورو مسایلو زمونږ له همکار عنایت الحق یاسیني سره غږېدلی دی.