فراه کې د اردو چورلکه کې چاودنې 'پنځه' کسان وژلي

چورلکه د انځور حقوق AFP/Getty Images
Image caption پوځي کارپوهان وايي د افغانستان هوايي ځواک ته له لږ شمېر ورکړلو شویو الوتکو تر ټاکل شوې اندازې ډېره استفاده کېږي چې دا د عوارضو لامل کېدای شي.

د افغانستان ملي دفاع وزارت وايي، تېره شپه د ملي اردو یوې چورلکې، چې مهمات پکې بار وو، د فراه ولایت بالابلوک ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې او بیا مهمات پکې چاودلي چې الوتکه ویجاړه شوې او پنځه کسان پکې وژل شوي.

دفاع وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دا چورلکه د هرات له شین ډنډ ولسوالۍ نه فراه ولایت ته د افغان ځواکونو د ملاتړ لپاره روانه وه.

د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، پېښه د فراه بالابلوک ولسوالۍ کې شوې، او یوه تخنیکي ډله سیمې ته د څېړنو لپاره استول شوې ده.

خو د دغه وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش وړاندې بي بي سي ته او د فراه د والي ویاند رسنیو ته ویلي وو، پېښه د فراه خاک سفید ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې او د وژل شویو شمېر یې څلور کسه ویلی:

"تېره شپه د ملي اردو یوې چورلکې د فراه خاک سفید ولسوالۍ کې بېړنۍ ناسته کړې. الوتکه کې مهمات چاودلي چې له کبله یې الوتکه کاملا ویجاړه شوې او څلور واړه سپاره پکې وژل شوي."

د فراه د والي ویاند وايي، تېره شپه د افغان پوځ یوه چورلکه چې مهمات پکې وو، د خاک سفید ولسوالۍ په رنج کلي کې بېړنۍ ناسته کړې چې وروسته د چاودنې اورلګېدنې له کبله چورلکه تخریب شوې او دوه پیلوټان او دوه نښه ویشتونکي پکې وژل شوي.

ناصر مهري وايي، وژل شویو کې دوه پیلوټان او دوه نښه ویشتونکي دي.

د طالبانو یوه ویاند قاري یوسف احمدي رسنیو ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویلي، دا چورلکه دوی ویشتلې ده.

بلخ کې چورلکه لوېدلې؛ پیلوټ او ۲ افغان سرتېري وژل شوي

په لوګر کې د بهرنیو ځواکونو چورلکه لوېدلې

د افغان پوځ یوه چورلکه کندوز کې "لوېدلې"

طالبان وايي، د "الخندق" عملیاتو پرمهال راغورځول شوې چورلکې عکسونه یې هم خپاره کړي، خو د دوی دا ادعا او د چورلکې د عکسونو د تایید په اړه کومې رسمي سرچینې لا څه نه دي ویلي.

تر اوسه د چورلکې د بېړنۍ ناستې لامل او انګیزه نه دي په ډاګه شوي.

د روانې سپټمبر میاشتې پر دویمه هم د افغانستان له بلخ ولایته فاریاب ته یوه پولیس او د ملي اردو سرتېري لېږدوونکې چورلکه لوېدلې وه، چې پیلوټ او دوه افغان سرتېري پکې وژل شوي وو.

پوځي کارپوهان وايي د افغانستان هوايي ځواک ته له لږ شمېر ورکړلو شویو الوتکو تر ټاکل شوې اندازې ډېره استفاده کېږي چې دا د عوارضو لامل کېدای شي.

ورته مطالب