قریشي او ولسمشر غني د 'عمل پلان' پر پلې کېدو ټینګار وکړ

د انځور حقوق ARG
Image caption د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د ښاغلي قریشي لومړی یو ورځنی سفر دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه‌محمود قريشي کابل ته په خپل سفر کې له افغان ولسمشر سره په لیدنه کې د سیمې پر ټیکاو، سولې او د دواړو هېوادونو د عمل پلان پر پلې کېدو خبرې وکړې.

د ارګ رسنیو دفتر ويلي، د دواړو لورو د خبرو محور د افغانانو په مالکيت او د پاکستان له ملاتړه برخمنې د سولې پر بحث ورټول وو.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند محمد فیصل وړاندې ویلي وو، ښاغلی قریشي به له افغان چارواکو سره په سیمه کې د ټیکاو او ثبات په اړه وغږېږي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزیر په توګه تر ټاکل کېدو وروسته دا افغانستان ته د ښاغلي قریشي لومړی یو ورځنی سفر دی.

پاکستاني رسنۍ وايي، ښاغلی قریشي به له افغان چارواکو سره ننګرهار کې د پاکستان د کونسلګرۍ د بېرته پرانیستل کېدو په اړه وغږېږي.

څو ورځې وړاندې ننګرهار کې د پاکستان کونسلګرۍ وتړل شوه، چې پاکستان یې لامل امنیتي اندېښنې ښودلې وې، خو افغان حکومت بیا ویل چې کونسلګرۍ کې د وېزو اخیستو پرمهال په ناقانونه توګه میلیونونه افغانۍ لاس په لاس کېدې.

په روان ۲۰۱۸ کال کې امریکا پر پاکستان فشار ډېر کړی، چې له اورپکو سره ټینګه مبارزه وکړي او له افغان طالبانو سره د خبرو لپاره زمینه برابره کړي.

قریشي: د افغانستان قضیه کې مو امریکا ته د مرستې ډاډ ورکړی

قریشي: افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري

اسلام اباد ته د پمپیو سفر؛ "امریکا پر خپلو غوښتنو ولاړه ده"

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وايي، د هېواد ملکي او پوځي مشرتابه بهرنیو چارو وزارت کې د بهرنۍ تګلارې بدلولو په تړاو بحث هم کړی دی.

د انځور حقوق ARG
Image caption د ارګ رسنیو دفتر ويلي، د دواړو لورو د خبرو محور د افغانانو په مالکيت او د پاکستان له ملاتړه برخمنې د سولې پر بحث ورټول وو.

د پاکستان د پوځ مشر جنرال قمر جاوېد باجوه، د ای اې ای مشر جنرال جاوېد مختار او د بهرنیو چارو وزیر هم په دې ناسته کې وو، چې مشري یې لومړي وزیر عمران خان کوله.

ښاغلي قریشي مخکې ویلي وو: "زه غواړم له یو ډاډمن پیغام سره افغانستان ته ولاړ شم. زموږ راتلونکي له یو بل سره تړلي دي. موږ یو بل ته اړتیا لرو. موږ باید تېر چلند هېر کړو او یو نوی سفر پیل کړو. زه غواړم د افغانستان مشرانو ته خپله کلکه اراده او مثبت فکر وړاندې کړم".

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر افغانستان ته څو ورځې وروسته تر هغه سفر کوي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د روانې سپټمبر پر پنځمې پاکستان ته په یوه ورځني سفر کې له دغه هېواد وغوښتل، چې طالبان د سولې خبرو ته چمتو کړي:

"موږ په افغانستان کې د جوړجاړي لپاره د پاکستان همکاۍ ته اړ یو."

ښاغلی پومپیو په داسې حال کې پاکستان ته ولاړ چې یوازې څو ورځې وړاندې د امریکا پوځ اعلان وکړ چې له پاکستان سره کېدونکې ۳۰۰ ملیونه ډالره مرسته ځنډوي.

اړونده مطالب

ورته مطالب