"هرات کې د ټاکنو کمیسیون تړل شوی دفتر بېرته پرانیستل شو"

ټاکنې د انځور حقوق Getty Images

په هرات ښار کې پولیسو لاریون کوونکي د ټاکنو خپلواک کمیسیون د دفتر له مخې په زور شړلي او د دغه کمیسیون دفتر بېرته د کارکوونکو پرمخ پرانیستل شو.

پولیسو وروسته له هغه دا اقدام وکړ چې د لوی ملي ایتلاف په نامه سیاسي ټلوالې پلویانو کندهار او بلخ کې د ټاکنو کمیسیون دفترونه وتړل او پرضد یې اعتراضونه پیل کړل.

په هرات کې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخې ته د اعتراض کوونکو لګول شوې خیمه د یکشنبې پر سهار پولیسو په زور لېرې کړه. د عیني شاهدانو په وینا په سیمه کې د ډزو غږ هم اورېدل شوی دی. پولیسو ویلي پنځه تنه یې کمیسیون ته د ننوتلو په لار کې د خنډونو د جوړولو په تور نیولي دي.

د بلخ د ټاکنو کمیسیون شاوخوا پولیس شته خو لا تر اوسه د خیمې د لېرې کولو لپاره لاس په کار شوي نه دي. د عیني شاهدانو په آند په خیمو کې تر پنځوسو لږ کسان لیدل کېږي. چې چا ته د تګ راتګ اجازه هم نه ورکوي.

پرون د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ګواښ وکړ د هغو کسانو پروړاندې به ځواک وکارول شي، چې د ټاکنو کمیسیون اړوند دفترونه تړي او د کار مخنیوی یې کوي.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، ځینو سیاسي ګوندونو د دوی د نورو ولایتي دفترونو د بندولو ګواښ کړی چې له امله یې ژوره اندېښنه ښودلې ده. کمیسیون وايي له سیاسي ډلو او اعتراض کوونکو غواړي چې د ټاکنو دفترونو بندولو فرهنګ دې پرېږدي او له هغوی یې غوښتي چې خپلې قانوني اندېښنې دې د ټاکنو له کمیسیون سره شریکې کړي.

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
اختر محمد ابراهیمي: ټاکنې د هېواد لپاره یوه ملي پروسه ده

خو د لوی ایتلاف په نوم د ټلوالې یو غړی امیر محمد اخوندزاده وايي دوی خپلې غوښتنې په وار وار د ټاکنو کمیسیون او نورو اړوندو ادارو ته رسولې دي خو چا ورته پام ونه کړ، ځکه دوی د حل وروستۍ لار د ټاکنو دفترونو تړل غوره کړي دي.

د تلې ۲۸ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه اعلان شوه

کمیسیون خبرداری ورکړی چې ددغه کار هر ډول ناوړه پایله به ددغو سیاسي ډلو پرغاړه وي.

د ټاکنو کمیسیون غبرګون

د انځور حقوق IEC AFGHANISTAN
Image caption د ټاکنو کمیسیون مشر عبدالبدیع صیاد وایي، د روڼتیا لپاره له هرې ممکنې لارې کار اخلي

د ټاکنو خپلواک کمیسیون وايي، د ټاکنیزو دفترونو بندېدل د ټاکنو د ځنډېدو په معنا دي چې دا عمل کمیسیون ته هېڅکله هم په دې حساس پړاو کې د زغم وړ نه دی.

ددغه کمیسیون مشر ګلا جان عبدالبدیع صیاد له سیاسي ګوندونو وغوښتل، چې د ټاکنو په تړاو خپلې اندېښنې او غوښتنې له کمیسیون سره شریکې کړي:

"له سیاسي ګوندونو مو غوښتنه دا ده چې د کمیسیون او ټاکنو په اړه خپلې اندېښنې له کمیسیون سره شریکې کړي او موږ وکړای شو د یوه منظم میکانیزم له لارې د رڼو ټاکنو ترسره کېدو او د درغلیو په مخنیوي کې ګټه ترې واخلو. خو له بده مرغه تر اوسه له موږ سره هېڅ ډول اندېښنې او نیوکې نه دي شریکې شوې."

د کورنیو چارو مرستیال اختر محمد ابراهیمي وویل، هرڅوک د مدني اعتراض حق کارول شي، خو ټاکنیز دفترونه نه شي بندولی:

"ټاکنې د هېواد لپاره یوه ملي پروسه ده، د هېواد ټول امنیه قومندانان د هېواد له ټولو امنیتي ځواکونو سره د خلکو په حمایت مکلف ګڼل کېږي چې د ټاکنو د دفترونو بشپړ امنیت وساتي او د ضرورت په وخت کې کولی شي ددغو دفترونو د بشپړ امنیت لپاره قوه هم استعمال کړي او د ټاکنو کمیسیون ټول کارکوونکي وکړای شي خلکو ته د ټاکنو ټولې اسانتیاوې وړاندې کړي".

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د تلې ۲۸ د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو لپاره نېټه اعلان شوې ده

د سیاسي ګوندونو د دې ټلوالې یو وړاندیز دا و چې ددرغلیو د مخنیوي لپاره دې د رایو ورکوونکو بایو میتریک ثبت شي، خو حکومت ویلي وو چې په دومره لنډ وخت کې دا کار شونی نه دی.

دغه ایتلاف د حزب اسلامي ، جمعیت اسلامي، جنبش اسلامي، وحدت اسلامي او ځینو نورو ګوندونو جوړ شوی دی. دوی ادعا لري چې راتلونکې ټاکنې به له درغلیو ډکې وي. او له مخکې جعلي تذکرې او پر هغو ټاپې یا سټیکرونه وېشل شوي دي.

ټاکلې وه د افغانستان پارلماني ټاکنې د اساسي قانون له مخې د ۱۳۹۴ کال په غوايي یا غبرګولي میاشت کې شوې وی، خو حکومت په دې کار ونه توانېد او د پارلماني او د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنو ته یې د تلې/میزان ۲۸ مه نېټه غوره کړه.

ورته مطالب