"د پاکستان له لارې د افغان هند سوداګرۍ لپاره څه پرمختګ نشته"

سرحد د انځور حقوق Hindustan Times

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي دا خبره نه مني، چې دغه هېواد د ځمکې له لارې د افغانستان او هند ترمنځ د سوداګرۍ پیلولو لپاره خبرو ته تیاری ښودلی دی.

نوموړي د بي بي سي په یوه بحث کې دا خبره وکړه، چې د هند د بهرنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال او د واکمن ګوند ویاند هم پکې مېلمانه وو.

له دې مخکې افغانستان کې د امریکا سفیر جان باس دعوه کړې وه چې اسلام اباد د پاکستان له لارې د افغان- هند سوداګرۍ لپاره خبرو ته چمتووالی ښودلی دی.

* د افغانستان او هند ترمنځ دویمه هوايي لار پرانیستل شوه

* د کابل - اسلام اباد سوداګري؛ پښتونخوا ډېر زیان لیدلی

دغه امریکايي ډيپلوماټ د هند له ایکانومیک ټایمز سره مرکه کې ویلي و، د اسلام اباد چارواکو څو میاشتې مخکې د نوي ډېلي او کابل ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره د لارې پرانیستلو په تړاو له افغان چارواکو سره د خبرو هیله کړې ده.

کابل کې د امریکا سفیر دا هم زیاتوله چې افغانستان کې سیاسي ټیکاو د پاکستان په ګټه دی او د دواړو لورو ترمنځ سوداګري زیاتېدلو سره منځنۍ او سوېلي اسیا کې اړیکي لا ښه کېږي.

"افغانستان کې د هندي کمپنیو پانګونه زیاتېږي او دغه هېواد کې سوله او ټیکاو پاکستان ته اوږدمهالې ګټه لري".

د عمران خان د حکومت لومړیتوب

Image caption د عمران خان په مشرۍ د پاکستان نوی حکومت وايي، اقتصادي پرمختګ یې لومړیتوب دی.

هند له ډېرو کلونو راهیسې هڅه کوي چې د پاکستان له لارې افغانستان او منځنۍ اسیا سره د سوداګرۍ لار ومومي، خو تراوسه دې هدف ته نه دی رسېدلی.

د امریکا د سفیر ا څرګندونې په دې مهمې دي چې د پاکستان نوي حکومت ویلي، لومړیتوب یې د خپل هېواد اقتصاد دی.

د عمران خان په مشرۍ حکومت دا هم وايي، د ګاونډیو هېوادونو په تېره د افغانستان او هند سره د اړیکو په تېره سوداګرۍ برخه کې د پرمختګ لپاره هر ممکن کوشش کوي.

* قریشي: افغانستان او پاکستان یو بل ته اړتیا لري

* پاکستان او افغانستان؛ "له خطره ډک گاونډيتوب "

خو اوس ښکاري چې پاکستان له افغانستان سره د ځمکې له لارې هند ته د سوداګرۍ اجازه نه ور کوي او وايي، چې له ټرانزېټ سوداګرۍ مخکې باید تخنیکي او ستراتیژیکې مسلې حل شي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بي بي سي ته په دې هکله وویل، چې دا ډول کوم پرمختګ نه دی شوی.

"څه چې تاسو وايئ، ما چي معلومات وکړل، سره له دې چې یکشنبه ده، دفتر بند دی، خو له سرسري معلوماتو وروسته ماته وویل شول، چې داسې کوم پرمختګ نه دی شوی".

د اړیکو ښه والي هڅې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption دا مهال د افغانستان او هند ترمنځ د هوا له لارې سوداګري کېږي.

د هند پخواني بهرنیو چارو وزارت مرستیال سلمان حیدر له بي بي سي سره خبرو کې ویلي، که څه هم دواړه لوري نن سبا د حالاتو د ښه والي په اړه داسې څرګندونې لري:

"خو ماته داسې نه ښکاري چې د دې سوداګرۍ په تړا کومه لویه پرېکړه وشي".

د هغه په خبره، د پاکستان نوی لومړی وزیر عمران خان له هند سره د اړیکو ښه والي خبرې کوي.

* د افغانستان او ترکیې تر منځ هوایي دهلېز پرانیستل شو

* د تورخم او سپین بولدک دروازې بېرته پرانیستل شوې

نوموړی زیاتوي: "د دواړو هېوادونو ترمنځ له ډېر وخت راهیسې څه نه دي شوي او هیله ده یو څه پرمختګ وشي".

د یوې پوښتنې په ځواب کې سلمان حیدر وویل، چې د اسلام اباد ـ ډېلي ترمنځ ډ اړیکو ښه والي لپاره ډيپلوماټیکې هڅې روانې دي:

"خو دا ویل ګران دي چې دا هڅې تراوسه کوم ځای ته رسېدلي دي او ترکومه به پرمخ لاړې شي".

Image caption د امریکا سفیر په دې باور دی چې د افغان- هند د دې سوداګرۍ پیلېدلو سره سیمه کې اړیکي نور هم ښه کېږي.

د بي بي سي په دغه بحث کې د هند د واکمن ګوند بهارتیا جنتا پارټۍ ویاند سید ظفر اسلام وویل، چې نرېندر مودي چې کله لومړی وزیر شو، نو له ګاونډیو هېوادونو مشرانو ته یې بلنه ور کړه او موخه یې له دغو هېوادونو سره اړیکي نږدې کول کو.

"خو که تاسو ګورئ پاکستان د ملګرتیا لاس نه ملګرتیا پیدا نه شوه".

کله چې وپوښتل شو، په یوه امریکايي اخبار کې د پاکستان د پوځ مشر جنرال باجوه د هند لوی درستیز ته د ښو هیلو پیغام استول، نو هغه وویل، چې دا خبر نشي تاییدولی.

ورته مطالب