ځانګړې لړۍ؛ د منځنۍ اسیا او افغانستان اورګاډي لیکې ته ټوکېدلې هیلې

د افغانستان اورګاډي

د افغانستان اورګاډي ځانګړې لړۍ لومړي رپوټ کې پر تېر، اوس او راتلونکې وغږېدو، چې له شاوخوا سل کلونو وروسته د افغانستان هغه هیلې په عملي کېدو دي چې دغه هېواد کې به لېږد رالېږد د اورګاډي په مټ تر سره کېږي.

دویمه برخه

افغانستان کې د اوسپنې پټلۍ ادارې چارواکي وايي، منځنۍ اسیا ته د اورګاډي له لارې صادرات ډېر شوي دي.

Image caption د حیرتان بندر له لارې هرکال افغانستان ته دري نیم ملیونه ټنه سوداګریز توکي واردیږي.

له پخوا راهیسې له دې هېوادونو سره افغانستان د موټرو او کښتیو له لارې سوداګریزه راکړه ورکړه درلوده، چې لګښت او ځنډ پکې ډېر و، خو تېرو څو کلونو راهیسې د اورګاډي پټلیو غځولو چاره پیل شوه.

اوس نژدې هره ورځ له اوړو یو بار اورګاډی د مزارشریف تر څنډو حیراتان ته راځي.

په مزارشریف کې افغان سوداګر لطیف مومن زاده چې له منځنۍ آسیا دوړو واردات کوي، واېي په افغان بازارونو کې شته اوړه که دریل له لاري نه راتلاي لږېدل او بیه به یې لوړه وه.

د حیرتان بندر له لارې هرکال افغانستان ته دري نیم ملیونه ټنه سوداګریز توکي واردیږي، چې د ریل پټلۍ مسوولینو په وینا په کال کې ۳۵ ملیونه ډالرعاید لري.

Image caption تېرکال پر دغي پټلۍ ۵۶۴۵۵ واګونه او سږ کال تردی مهاله شاوخوا ۲۰ زره واګونه سوداګریز توکي د منځنۍ آسیا له هېوادنو اورګاډو راوړي.

تېرکال پر دغي پټلۍ ۵۶۴۵۵ واګونه او سږ کال تردی مهاله شاوخوا ۲۰ زره واګونه سوداګریز توکي د منځنۍ آسیا له هېوادنو اورګاډو راوړي. د دې ترڅنګ په لاریو موټرو کې او د آمو سیند له لارې هم له دغو هېوادونو واردات شته.

په ټولیزه توګه د منځني اسیا له هېوادونو نه اوسپنه، خوراکي توکي نفت ګاز اوچارتراش لرګي واردیږي. له دغو هېوادونو سره سواګرۍ کې لوړې، ژورې هم شته.

افغانستان تر اوسه نه دی توانېدلی د خپلو محصولاتو د کیفیت او صحت په برخه کې د اړتیا وړ نړیوال تضمین تر لاسه کړي او له همدې امله اورګادي ډک راځي، خو بېرته تش ستنېږي.

په مزارشریف کې داوسپنې پټلۍ د ریاست یو مدیر انجنیر قدیم وايې، هغه ۷۵ کیلومتره پټلۍ چې دوه کاله وړاندې تر مزارشریفه وغځول شوه، اوس پری سودا ګري ډېره شوې:

''زموږ راکړه ورکړه له روسیې ،اوکراین، قزاقستان، قیرغیزستان،ازبکستان او ترکمنستان سره ده چې په وارداتو کې مو تیل، ګاز، له قزاقستانه غنم، اوړه، چارتراش لرګي او اوسپينه شامل دي،له تاشکنده اوسپنیز سیخ دی چې دا ټول د اوسپنې پټلۍ له لارې راځي او راوړل ېې هم په اورګاډو کې کم لګښته دي. تمه ده چې ډېر ژر به موږ صادرات هم ولرو. ''

سره له دې چې افغانستان د اوسپني پټلۍ د نړیوال بنسټ غړیتوب تر لاسه کړی، خو د ناانډوله سوداګریزو سیاستونو له امله بهرته د افغانستان صادرات کله نا کله له خنډ او ځنډ سره مخامخ وي.

په کال ۱۹۸۲ کې د شوروي اتحاد پر مهال د حیرتان د دوستي په نامه پله له جوړیدو سره د اورګاډي پټلۍ هم حیرتان ته را واوښته ،خو پرمختګ ېې ونه کړ.

اړونده مطالب

ورته مطالب