عزیزالله فضلي د کرېکټ بورډ مشر شو

د انځور حقوق FB

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د یوه فرمان په لاسلیکولو سره د افغانستان کرېکټ بورډ ته نوی مشر عزیزالله فضلي وګوماره.

له ارګ د چارشنبې( سپټمبر۱۹) رسنیو ته استولي فرمان کې راغلي، چې نوموړی به د عاطف مشعل پر ځای د دې بورډ مشر او غړی وي.

"د افغانستان د اساسي قانون د ۶۴ مادې د ۱۳ فقرې د حکم له مخې د شکرالله عاطف مشعل په ځای عزیزالله فضلي د افغانستان د کرېکټ بورډ لوی مشر او غړی شو".

د افغانستان په کرېکټ بورډ کې د ننه سرچینو د سې شنبې په ورځ بي بي سي پښتو ته وویل، د کرېکټ بورډ مشر عاطف مشعل به په راتلونکو څو ورځو کې له خپلې دندې لاس پر سر شي او پر ځای به پر یوه بله حکومتي دنده وګومارل شي.

له تېرو دوو ورځو راهیسې داسې ګنګوسې وې چې ښایي د کرېکټ بورډ په مشرۍ کې بدلون راشي.

نیوکې

د انځور حقوق Getty Images
Image caption نور علي ځدراڼ او ځینو نورو لوبغاړو په دې وروستیو کې پر ښاغلي مشعل نیوکې کړې وې

د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ سیالیو لپاره د لوبغاړو تر بولۍ وروسته د نوموړي پر ضد یو شمېر اعتراضونه وشول.

د کرېکټ د ملي لوبډلې یو شمېر هغو لوبغاړو چې په دې بولۍ کې وانه خیستل شول، پر ښاغلي مشعل تور ولګاوه چې په کرېکټ بورډ کې د ننه سیاسي او سلیقوي چلند کوي.

خو ښاغلي مشعل تېره اونۍ له بي بي سره په یوه مرکه کې دا تورونه رد کړل، او زیاته یې کړه چې د غوره لیګ لپاره د لوبغاړو بولي یوه شفاف بهیر و.

د افغانستان د کرېکټ بورډ د مشرانو پر ضد اعتراضونه او په دې اداره کې مخالفتونه نوې خبره نه ده.

تر دې وړاندې د کرېکټ بورډ پخوانی مشر نسیم دانش هم وروسته له هغه له دندې لېرې شو چې د ملي لوبډلې یو شمېر لوبغاړو یې بر ضد اعتراضونه پیل کړل.

د عاطف مشعل په مشرۍ د افغان کرېکټ ځینې بریاوې

Image caption ویل کېږي چې ښاغلي مشعل به پر یوه بله حکومتي دنده ګومارل کېږي

د ۲۰۱۶ کال د ډیسمبر پر ۱۶ شکرالله عاطف مشعل د کرېکټ بورډ مشر او د نسیم دانش ځایناستی شو.

د عاطف مشعل په مشرۍ کې افغانستان د ۲۰۱۷ کال جون کې د کرېکټ نړیوالې شورا سره غړی شو.

افغانستان پر ۲۰۱۷ کال د ټېسټ لوبو اجازه ترلاسه کړې وه او دا ډول لومړۍ لوبه یې د تېر جون پر ۱۸ له هند سره درلوده.

د عاطف مشعل د مشرۍ پر مهال تېر اګسټ د کرېکټ نړیوالې شورا (ای سي سي) د افغانستان د کرېکټ غوره لیګ په رسمیت وپېژاند.

تر دې وړاندې په افغانستان کې د کرېکټ کورنۍ سیالۍ د "شپږېزې" تورنامنټ په نامه ترسره کېدلې.

خو دا سیالۍ د "ای سي سي" لخوا په رسمیت نه وې پېژندل شوې.

تېره اونۍ د دې سیالیو لپاره لوبډلې وپېرل شوې او لوبغاړي واخیستل شول.

خو له دغو مراسمو وروسته ځینې لوبغاړو نیوکې کولې چې د لوبغاړو د پېرولو بهیر روڼ نه و.

اړونده مطالب

ورته مطالب