جغتو کې بمبار؛ وژل شوي طالبان دي که ولسي وګړي؟

په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.
'د جغتو وژل شویو ولسي وګړو ته عدالت غوښتل'

په وردګو کې چارواکي وايي، د دغه ولایت په جغتو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو په هوايي بریدونو کې ۴۲ ''وسلوال طالبان '' وژل شوي او ۳۰ نور ټپیان دي.

خو وسلوال طالبان او ځینې خلک وايي، چې په بمبار کې ولس ته هم مرګ ژوبله اوښتې ده.

د والي ویاند عبدالرحمان منګل د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر پر ۲۴) د بي بي سي خبریال محفوظ ذبیدي ته وویل، چې دغه عملیات په ملاحافظ کلي کې له پرون راهیسې روان دي.

د هغه په خبره، په دې عملیاتو کې د وسلوالو درې مهم قومندانان هم وژل شوي دي :

" قاري سید رحیم د جغتو ولسوال دی، ملا عبدالرحمن مشهور په زخمي دا هم د طالبانو قومندان و او بل ملا مسلم چې د نرخ ولسوال و دا جغتو کې وژل شوي دي".

نوموړی وايي، د بمبار پر مهال یې د وسلوالو طالبانو له جېل کمانډو او نور افغان سرتېري هم خوشي کړي دي :

Image caption د جغتو ملا حافظ کلي هوايي برید کې یوه کورنۍ بشپړه له منځه تللې

"د طالبانو له بند شاوخوا شل کسان ازاد شوي دي، د ملي اردو کمانډو او نور سرتېري او ملکي کسان هم پکې دي".

خو ځايوالو بي بي سي ته ویلي، چې بند کې یوازې دوه کسان بندیان و او هغه هم بمبار کې وژل شوي دي.

Image caption د یونما د رپوټ له مخې، د افغانستان شخړه کې د روان کال د لومړۍ نیمايي ملکي تلفاتو کابو اوه سلنه هوايي عملیاتو ته منسوبه شوې. عکس: (جغتو)

که څه هم ښاغلی منګل ادعا کوي چې ملکي کسانو ته مرګ زوبله نه ده اوښتې خو په سیمه کې خلک وايي، چې بمبار کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

"له کنډوالو مړي رایستونکي هم وژل شوي"

له سیمې ځینې کسانو بي بي سي ته ویلي، چې په بمبار کې د نهو ښځو او دریو ماشومانو په ګډون ۲۰ کسان وژل شوي دي.

ځايي خلک وايي، دوه سپین روبي مشران، چې غوښتل یې له بمبار وروسته له کنډوالو مړي راوباسي، هم ویشتل شوي او وژل شوي دي.

عیني شاهدان وايي، د ښځو او ماشومانو مړي یې د بمبارۍ له وېرې ان پر دویمه ورځ ایله له کنډوالو راویستل. په وژل شویو کې د یوې کورنۍ اته غړي دي، چې یوه مور او نور یې ټول ماشومان دي. کلیوال وايي، د یادې کورنۍ سرپرست ایران کې مزدوري کوي.

دوی وايي، په وژل شویو کې دوې یتیمانې هم دي.

دوی دا هم وايي، چې وژل شویو کې درې طالبان او دوه له دوی سره بندي کسان وو.

د دوی په خبره، د کلي دوه کسان امریکایانو له ځان سره وړي دي.

خواله رسنیو کې هم ځینې کسانو لیکلي چې په دغه بمبار کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

لیکوال او خبریال رحمت الله جمالزی خپل فیسبوک کې لیکي، چې دغه بمبار کې ۱۱ ښځې او ماشومان وژل شوي دي.

Image caption خواله رسنیو کې هم ځینې کسانو لیکلي چې په دغه بمبار کې ولس ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د وسلوالو طالبان ویاند ذبیح الله مجاهد رسنیو ته استولي پیغام کې ویلي، چې د امریکايي او افغان ځواکونو بمبار کې ولسي وګړي وژل شوي دي.

هغه دا هم وايي، چې دا بمبار او سیمه کې د خلکو د کورونو تلاشي له دوو ورځو راهیسې روانه ده.

نوموړی د ځايي چارواکو دا ادعا هم نه مني چې د دوی له بند یې کسان خوشي کړي دي.

ذبیح الله مجاهد وايي، چې د عملیاتو پر مهال وسلوالو طالبانو بندیان خوندي ځای ته لېږدولي دي.

ورته مطالب