کمېسیون: یوازې بایومټرېک رایې به د منلو وړ وي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption د افغانستان پارلماني ټاکنې د تلې پر ۲۸ نېټه کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، د ولسي جرګې د ټاکنو په ورځ هغه رایه نه شمېرل کېږي چې د بایومتریک بارکوډ ونه لري.

د دې کمېسیون یوې ویاندې کوبرا رضايي د دوشنبې په ورځ له بي بي سي سره خبرو کې وویل، چې دغو ټاکنو کې د بایو متریک کارولو چلن لار کې دا معیار ټاکل شوی دی.

د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې د تلې په ۲۸ کېږي.

کوبرا رضايي وايي، که دې ټاکنو کې رایپاڼه بارکوډ ونه لري نه منل کېږي:

"دې چلن لار کې رایو د شمېرلو معیار بارکوډ دی چې د رایه ور کوونکي له بایومتریک وروسته د هغه معلومات سیستم کې جمع کېږي او یوه شمېره لري چې بارکوډ ورته وايي".

* د پارلماني ټاکنو لپاره نوم لیکنه پیل شوه

* د کمپاین لومړۍ ورځ؛ یوازې کابل کې ۵۲ نوماندان جرمانه شول

د نوموړې په خبره، همدا بارکوډ چاپ او له رای پاڼې سره سریښ کېږي.

"که دا بارکوډ له رای پاڼې سره نه و، رایه نه منل کېږي".

د افغانستان د ځینې سیاسي ګوندونو یوه غوښتنه دا وه چې په ولسي جرګې ټاکې بایومتریک سیستم سره وشي.

که څه هم لومړیو کې افغان حکومت ویل چې دا بهیر ډېر وخت نیسي، خو کله چې ځینې ولایتونو کې د ټاکنو کمېسیونونو د تړلو ګواښ وشو او یا وتړل شول، نو له هغه وروسته حکومت وویل، چې ټاکنې بایومتریک سیستم سره کوي.

حکومت وايي، چې بایومتریک سیستم سره به ټاکنو کې د درغلي مخه ونیول شي.

ولایتونو ته بایومټرېک رسول

Image caption د افغانستان د ټاکنو کمیسیون ویلي، ۲۲ زره بایومټریک الې چمتو کړې او ولایتونو ته د استولو لړۍ پیل کړې ده.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمېسیون وايي، د ولسي جرګې د ټاکنو لپاره یې ۲۲ زره بایومتریک سیستمونه راوړي چې ۲۱ زره مرکزونو لپاره یو یو ور کول کېږي او پاتې زر هم د احتیاط لپاره دي.

کوبرا رضايي دا هم وايي، چې ټولو ولایتونو ته د بایومتریک ۲۲ زره وسیلو رسول پیل شوي دي.

د نوموړې په خبره، لرې پرتو ولایتونو ته د الوتکې له لارې او د افغانستان دفاع وزارت په همکارۍ دا وسیلې رسول کېږي.

نوموړې زیاتوي چې دا وسیلې به ډېر ژر نږدې ولایتونو ته هم ولېږل شي.

بل لور ته وسله والو طالبانو په یوه اعلامیه کې ویلي، د ټاکنو پروسه د بهرنیانو یوه پرژوه ده او هېڅ ګټه نه لري. طالبانو پر عامو خلکو هم غږ کړی چې په راتلونکو ټاکنو کې ګډون ونکړي.

په اعلامیه کې همدا راز پر وسله والو طالبانو غږ شوی چې د ټاکنو د مخنیوي هڅې دې وکړي، خو په دې شرط چې عامو ولسي خلکو ته پکې زیان ونه رسېږي.

ورته مطالب