یوناما: افغانستان کې په لویه کچه د ملکي کسانو مرګ ژوبله روانه ده

چغتو
Image caption یوناما رپوټ وايي د هوایي بریدونو سږنۍ مرګژوبله چې ۶۵۰ مړه او ټپیان ښيي، په تېرو لسو کلونو کې ساری نه لري.

افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یوناما یو راپور ښيي چې د ۲۰۱۸ کال لومړیو نهو میاشتو کې ۲۷۹۸ ملکي افغانان وژل شوي او ۵۲۵۲ نور ټپیان دي.

دوی د دغې مرګ ژوبلې لوی لامل د حکومت وسله والو مخالفینو لخوا ځان مرګي بریدونه او چاودنې په ګوته کړې، دویم لامل یې وسله والې نښتې او دریم هغه یې هدفي وژنې بللې.

یوناما وایي، سلو کې پنځه دېرش ملکیان د طالبانو لخوا، ۲۵ سلنه د داعش او ۲۲ سلنه د حکومت پلوه ځواکونو لخوا وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

د پاتې ۱۳ سلنې مرګ ژوبلې مسوولین حکومتي ځواکونه او مخالفان یې دواړه بلل شوي دي.

بل لور ته د وسله والو طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد بي بي سي سره خبرو کې د یوناما دغه ادعا بې بنسټه بللې چې دوی یې د ډېرې مرګ ژوبلې عاملین بللي.

د طالبانو ویاند وايي، سږکال په لویو ښارونو کې د دوی ځان مرګي بریدونه لږ او د ده په خبره په غیر ملکي اهدافو ور ټول وو.

د یوناما رپوټ له مخې ننګرهار کې د سر زیان کچه تر ټولو لوړه وه او دغه ولایت کې د تېر کال ورته مودې پرتله د ملکي کسانو مرګ ژوبلې کچه دوه برابره شوې ده.

افغانستان کې له بشري حقونو د سرغړونو نژدې ۱۷ زره پېښې ثبت شوې دي

سرپل جګړه: زرګونه خلک له کورونو وتلي

'سږ کال د هوايي بریدونو له امله ولسي مرګ ژوبله ٪۵۲ ډېره شوې'

له ننګرهار وروسته کابل، هلمند، غزني او فاریاب په ترتیب سره د ملکیانو لپاره تر ټولو خونړي ولایتونه یاد شوي دي.

د یوناما دغه راپور ښيي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا هوایي بریدونو کې اوښتې مرګژوبله د تېر کال ورته مودې پرتله نژدې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

رپوټ وايي د هوایي بریدونو سږنۍ مرګژوبله چې ۶۵۰ مړه او ټپیان ښيي، په تېرو لسو کلونو کې ساری نه لري.

Image caption د یوناما دغه راپور ښيي چې د افغان او بهرنیو ځواکونو لخوا هوایي بریدونو کې اوښتې مرګژوبله د تېر کال ورته مودې پرتله نژدې ۴۰ سلنه لوړه شوې ده.

یوناما ویلي، سږ کال د ټاکنو په تړاو هم ملکي مرګژوبله شوې ده، دوی وايي، د ټاکنو په روانو بېلابېلو پړاونو کې ۳۶۶ ملکیان وژل شوي او یا ټپیان شوي دي.

یوناما وايي، دغه راپور یې د یوې معیاري تګلارې او خپلواکو سرچینو او له قربانیانو د لومړي لاس معلوماتو پر بنسټ جوړ کړی دی.

ورته مطالب