د افغان ولسي جرګې ټاکنې او امنيتي ننګونې
په دې وسیله کې د غږ اوريدل او ویډیو لیدنه شونې نه ده.

د افغان ولسي جرګې ټاکنې او امنيتي ننګونې

افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنو پر وړاندې تر ټولو لويه ننګونه يې د امنيت او خونديتابه ډاډمني ده. د ټاکنيز بهیر له پيله تر دې دمه بريدونو او د تاوتريخوالي بېلابېلو پېښو کې د ۹ نوماندانو په ګډون شاوخوا ۱۰۰ کسان وژل شوي دي. طالبانو هم د بریدونو او ټاکنو ګډوډلو ګوتڅنډنه کړې او اسلامي دولت نومې یا داعش ډله پرله پسې ګواښ جوړوي. خو افغان چارواکي بيا وايي پر پلازمېنې سربېره يې بېلابېلو سيمو کې د ټاکنو امنيت خونديتابه چمتوالی نيولی دی. نجما ځلا پرې له کابله رپوټ لري.