"ټاکنو کې بوخت کسان باید و نه ګواښل شي"

ر د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوناما وايي افغانان دې په خپلواک ډول د نوماندانو په ټاکلو سره راتلونکی بدل کړي. انځور پخوانی دی.

یوناما یا له افغانستان سره د ملګرو ملتونو مرستندویه اداره وايي، افغانان باید له کوم خنډ، وېرې او ګواښ پرته د ولسي جرګې ټاکنو کې خپل استازي وټاکي.

د افغانستان پارلماني ټاکنې د اکتوبر پر ۲۰ کېږي، چې پکې د ګډون لپاره نږدې اته میلیون کسانو خپلې تذکرې ثبت کړې دي.

دې ټاکنو کې د ولسي جرګې د ۲۵۰ څوکیو لپاره به له ټول هېواده کابو ۲۵۰۰ نوماندان ګډون کوي.

* افغان ټاکنې او د کانديدانو شعارونه

* د افغان ولسي جرګې ټاکنې او د ژمنتياوو بحثونه

وسلوالو طالبانو تېره سې شنبه په یوه اعلامیه کې په لومړی ځل له افغانانو وغوښتل چې ټاکنو کې ګډون ونه کړي.

خو د یوناما له خوا د پنجشنبې په ورځ رسنیو ته استولې اعلامیه کې د دې ادارې د مشر تادا میچي یاماموتو له خولې ویل شوي چې په رایه ور کوونکو، نوماندانواو د ټاکنو په چارواکو هر ډول تاوتریخوالی یا د دوی ډارول د منلو نه دي او په ښکاره ټکو یې غندي:

"افغانان باید له کوم خنډ، وېرې او ګواښ پرته د ولسي جرګې ټاکنو کې خپل استازي وټاکي او د هېواد راتلونکي ته بدلون ور کړي".

طالبان: یوناما به خپل کار کوي

د انځور حقوق Getty Images
Image caption تادامیچي یاماموتو وايي، افغانان باید په ټاکنو کې ګډون سره راتلونکی بدل کړي.

د یوناما دا اعلامیه په داسې مهال ده، چې تېره سې شنبه( د اکټوبر پر ۹) په هلمند کې د ولسي جرګې د یو نوماند صالح محمد اڅکزي په ټاکنیزه غونډه ځانمرګی وشو چې له امله یې پخپله نوماند او اته نور کسان ووژل شول او یوولس ټپیان شول.

د دې برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو له هغه مخکې داعش د ننګرهار په کامه کې د ورته برید ټټر وهلی و.

* په افغانستان کې د پارلمان تاریخ او بڼې

* تر ساعتو انتظار وروسته مې بیا هم رایه ورنه کړه

د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد د یوناما د تازه اعلامیې په غبرګون کې د بي بي سي خبریال اسدالله لودین ته ویلي:

"د یوناما دريځ هغوی پورې اړه لري، خو موږ به د انتخاباتو په نامه د جعلي پروسې مخه نیسو".

له افغان ځواکونو غوښتنه

د انځور حقوق Getty Images
Image caption یوناما له افغان ځواکونو غواړي چې د ټاکنو امنیت ساتلو ترڅنګ بې پرې پاتې شي.

د یوناما په اعلامیه کې د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي افغان امنیتي ځواکونه د دې بهیر د بشپړ امنیت مسوولیت لري.

"په اوسني عصر کې به دا لومړی ځل وي چې د اکتوبر پر ۲۰ ټاکنو امنیت به په پشپړ ډول د افغان ملي دفاع او امنیتي ځواکونو له ونیول شي".

خو یوناما له افغان ځواکونو غوښتنه کړې چې د دندې ترسرولو پر مهال په سیاسي توګه بې پلوه پاتې شي.

افغان امنیتي ادارې وايي، چې د دفاع، کورنیو چارو وزارت او ملي امنیت تر ۵۴ زرو سرتېري د افغان ټاکنو امنیت ته ګومارل شوي دي.

بهرنیو ځواکونو هم ویلي، چې د ټاکنو امنیت خوندیتوب کې له افغان ځواکونو سره همکاري کوي.

د یوناما په اعلامیه کې د ولسي جرګې د ټاکنو امنیت ته هم اشاره شوې او ویل شوي افغان امنیتي ځواکونه د دې بهیر د بشپړ امنیت مسوولیت لري.

ورته مطالب