ټاکنیز نظام څه ته وايي؟

د انځور حقوق Reuters

په افغانستان کې د ولسي جرګې، ولسمشریزې او د ولایتي شوراګانو ټاکنې په عمومي او سري ډول ترسره کېږي.

د ولسي جرګې استازي د نه انتقالېدونکې فردي رایې په بنسټ ټاکل کېږي. د ولسمشرۍ ټاکنو کې بیا که نوماندان په لومړي پړاو کې له ۵۰ سلنه ډېرې رایې پوره نه کړي، ټاکنې دویم پړاو ته ځي.

ټاکنیز نظام هغه قوانین او مېکانېزم بلل کېږي چې د ټاکنو په پروسه کې په شفافه او عادلانه توګه د خلکو رايې په څوکيو بدلوي.

په هېوادونو کې بېل د ټاکنو سیستمونه پلي کېږي.

د افغانستان د ټاکنو خپلواک کمیسیون د طالبانو له واکمني وروسته تراوسه توانېدلی چې یوازې درې ډوله ټاکنې ترسره کړي:

  • د ولسمشرۍ ټاکنې
  • پارلماني ټاکنې
  • د ولایتي شوراګانو ټاکنې

د افغانستان اساسي قانون او د ټاکنو قانون د دې هېواد د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته د لاندې ټاکنو ترسره کولو واک ورکړی دی.

  • د ولسمشرۍ ټاکنې
  • پارلماني ټاکنې
  • د ولایتي شوراګانو ټاکنې
  • د ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې
  • د ښاروالانو ټاکنې
  • د کلیو د شوراګانو ټاکنې

ملي شورا چې پارلمان هم ورته ویل کېږي ، ولسي جرګه او مشرانو جرګه پکې شامل دي.

د افغانستان اساسي قانون ۸۳ ماده وايي، ولسی جرګه ۲۵۰ څوکۍ لري چې د ولایتونو د نفوسو د اټکل له مخې دغه څوکۍ ویشل کیږي.

مشرانو جرګه

د ولسي جرګې له لوري تصویب شوي قوانین باید د مشرانو جرګې له لوري تایید شي.

  • ۱۰۲ غړي لري چې یوه برخه یې د ولایتي شورا له غړو، دویمه برخه یې په نامستقیم ډول د ولسوالیو شوراګانو له غړو او دریمه برخه یې د ولسمشر لخوا انتصابيږي.

  • ۵۰ سلنه انتصابي غړي باید ښځې وي.

  • - دا چې تر اوسه په افغانستان کې د ولسوالیو شوراګانو ټاکنې نه دي ترسره شوي، په ولسي جرګه کې د انتخابي او انتصابي غړو ترمنځ توازن ساتلو لپاره هره ولایتي شورا دوه غړي دې جرګې ته ورپېژني.

د ولسي جرګې لپاره غړي د فردي نه انتقالېدونکې رایې په اساس ټاکل کېږي. د ټاکنو ترسره کېد او د رایو له شمېرنې وروسته هر هغه کاندید بریالی اعلانیږي چې په خپلې ټاکنیزې حوزې کې یې ډېرې رایې ګټلې وي.

په دې ټاکنو کې رایه اچونکي یوه کس ته رایه ورکوي، نه حزبونو ته. یعنې د دوی رایه بل نوماند یا حزب ته نه لېږدول کېږي. له دې سره هر کس یوازې د یوې رایې ورکولو حق لري.

له هرې ټاکنیزې حوزې له یوه ډېر استازي ټاکل کېږي.

د افغانستان د ټاکنو قانون په بنسټ هر ولایت یوه پارلماني ټاکنیزه حوزه ګڼل کېږي چې د ولایتونو د وګړو د شمېر په اساس هر ولایت لپاره له دوو نه تر ۳۳ استازي ټاکل کېږي.

د ولایتونو د سهم نقشه

د ولسي جرګې له ۲۵۰ څوکیو ۲۴۰ یې په ولایتونو ویشل کېږي او ۱۰ څوکۍ کوچیانو ته ځانګړې شوي.

د قانون په بنسټ لږ ترلږه ۲۷ څوکۍ باید ښځو ته ځانګړې وي.

د دې څوکیو ویشل داسې دي چې که ښځې ونه توانیږي چې ټاکنو کې دغه څوکۍ ترلاسه کړي، هغه ښځې ولسي جرګې ته لار پیدا کوي چې په ټاکنو کې یې ډېرې رایې ترلاسه کړې وي.

ددې نظام ځینې ګټې:

• اسانه رایه اچونه او رایه شمېرنه

• خپلواکو نوماندانو ته ګټه

د دغې نظام ځینې ستونزې:

• په نوماندانو د رایې ویشلو په برخه کې د یو شمېر رایو ضایع کېدل

• د سیاسي ګوندونو د ودې مخنیوی

د ملي شورا د غړو عمومي مولیتونه:

ملي شورا د نورو چارو ترڅنګ د قوانینو د تصویب، بدلون او ردولو دنده لري.

همدا راز د دولت د بودیجې او د وزارتونو د بدلون او د تړونونو د تایید دنده لري.

ولسي جرګه د باور د رایې په کارولو هغه وزیران چې د ولسمشر له لورې نومول شوي وي تایید او ردولی او د دولت د اجراتو د څیړنې په موخه کمیسیونونه ګومارلی شي.

د طالبانو د رژیم له پرځېدو وروسته د ملي شورا د لومړۍ ټاکنې د ۲۰۰۵ کال په سپتمبر کې د ولایتي شوراګانو د ټاکنو سره یوځای ترسره شوې.

هغه مهال د ولسوالیو ټاکنې وځنډیدې، ځکه د ولایتي شورا ګانو څخه دوه دوه غړې د مشرانو جرګې لپاره وټاکل شول چې د مستقیما ټاکل شوو غړو او د ولسمشر له خوا د انتصاب شوو غړو ترمنځ توازن رامنځته شي.

د ولسي جرګې د کارموده د ولسي استازو له ټاکل کېدو پنځه کاله وروسته د جون په ۲۲نیټه پای ته رسیږي. نو د دغې دورې له پای ته رسېدو ۳۰ یا ۶۰ ورځې مخکې باید ټاکنې ترسره شي.

ولسمشریزې ټاکنې:

افغانستان ریاستي نظام لري چې په دغه نظام کې ولسمشر مخامخ د هیواد د وګړو د رایو په اساس ټاکل کیږي. د دغې نظام په بنسټ د افغانستان ولسمشر واک لري چې په ۲۰۰۴ کال کې تصویب شوی اساسي قانون پلی او د ملت د ګټو لپاره کار وکړي.

په ازادو او رڼو عمومي ټاکنو کې له ۵۰ سلنه څخه زیاتو رایو په ترلاسه کولو، د پنځه کلونو لپاره ولسمشر ټاکل کیږي.

که هیڅ کاندید ۵۰ سلنه څخه ډېرې رایې ونه ګټي، د لومړي پړاو ټاکنو له ترسره کېدو او د پایله له اعلانېدو وروسته د قانون په بنسټ دوه اونیو کې باید د ټاکنو دویم پړاو ترسره شي. په دې پړاو کې د لومړي پړاو دوه مخکښ نوماندان سره سیالي کوي او هر چاچې ډېرې رایې وګټلې همغه ولسمشر ټاکل کیږي.

د افغانستان د اساسي قانون له مخې د ټاکنو نه ۵ کاله وروسته د مې میاشت په ۲۲ نیټه د ولسمشرۍ دوره پای ته رسیږي او د دې مودې تر وروستي کېدو ۳۰ یا ۶۰ ورځې وړاندې ټاکنې کیږي.

د ولایتي شوراګانو ټاکنې

د افغانستان ټول ۳۴ ولایتونه یوه - یوه ولایتي شورا لري. د دې شورا استازي د خپلو ولایتونو د خلکو د رایو په اساس ټاکل کیږي.

د دې هېواد د اساسي قانون په بنسټ ولایتي شورا دنده لري چې " د دولت د پرمختیایي هدفونو په ترلاسه کولو کې او د ولایت د چارو په سمون کې برخه واخلي"

ولایتي شورا د ولایت له ادارې سره چې مشر یې د هغه ولایت والي وي، له نیږدې کار کوي.

د ولایتي شورا غړي مکلف دي چې له خپل منځ نه یو تن د مشرانو جرګې د غړیتوب لپاره وټاکي چې په مشرانو جرګه کې د دې ولایت په استازیتوب څلور کاله کار وکړي.

د ولسمشرۍ او پارلماني ټاکنو په څیر ولایتي شورا ګانې هم د ازادو، عادلانه، عمومي او پټو ټاکنو له لارې ټاکل کیږي.

د ولایتي شورا د څوکیو شمیر د اړونده ولایت د نفوسو له مخې ټاکل کیږي . هره ولایتي شورا له ۷ نه تر ۳۱ پورې څوکۍ لري.

د مشرانو جرګې د کار موده بیا کومه معلومه د پای نیټه نه لري، او همداراز د غړو کاري موده یې په دې پورې اړه لري چې آیا دغه غړي د ولایتي شوراګانو یا د ولسوالیو شوراګانو له لارې ټاکل شوي او که د ولسمشر له خوا انتصاب شوي دي.

په افغانستان کې د ټاکنو نظام د نه لېږدېدونکې رایې (SNTV) دى.

دغه سېستم په اردن او یو شمېر نورو هېوادونو کې کاریږي. جاپان له (۱۹۴۷- ۱۹۹۹) پورې د ملي شورا د غړو ټاکلو لپاره په ټاکنو کې له همدې نظام ګټه اخیسته.

په نړۍ کې څلور ډوله ټاکنيز نظامونه کاریږي:

لومړی: اکثريتي سېستم

اکثريتي ټاکنیز نظام کې د زياتو رايو ترلاسه کوونکي بريالي کيږي. که دغه اکثريت مطلق وي او که نسبي. په دې نظام کې هره ټاکنیزه حوازه یو استازی لري، دا په ولسمشریزو ټاکنو کې دي. دا نظام د برتیانیې، امریکا او هند په ګډون په شاوخوا ۴۹ هېوادونو کې کاریږي.

دویم: تناسبي سېستم

دا نظام ځکه تناسبي بلل کیږي چې د دغه نظام په پلي کېدو کې د رايو له سلنې کار اخیستل کیږي او د پارلمان څوکۍ د سلنې پر بنسټ ترلاسه کیږي.

په دغه سېستم کې د خپلواکو استازو په پرتله ګوندونه ډېر کسان ټاکنو ته دروي. همداراز د حوزو پر ځاى په ملي کچه په ټول هېواد کې د سياسي ګوندونو رايې حسابيږي، د بېلګې په توګه، که چېرته د الف ګوند ١٥ سلنه رايې ترلاسه کړي، په مقابل يې په پارلمان کې ١٥ سلنه څوکۍ ترلاسه کوي.

دا نظام په ډېرو هېوادونو کې د پارلماني ټاکنو لپاره کارول کیږي.

دریم: نه لېږدېدونکې رايې (SNTV) نظام:

دا نظام تر ډېره د اکثريتي سېستمونو له ډلې شمېرل کيږي او که چېرته په کوچنيو حوزو کې تطبيق شي، بيا تناسبي دى. که چېرې دغه سېستم په داسې حوزه کې تطبيق شي، چې دوه او يا له هغې زياتې څوکۍ ولري او رايه ورکوونکى يواځې د يوې رايې ورکولو حق لري او هر نوماند، چې زياتې رايې ترلاسه کړي، هغه په دغه حوزه کې بريالى ګڼل کيږي.

څلورم: مختلط نظام:

دا بیا د اکثریتي او نسبي ترکیبي نظام دی. په دې کې د ټاکنو دوه سیستمونه چې بېل فورمولونه لري، څوکیو ته د خلکو د رایو بدلېدو لپاره، کله له دواړو کار اخیستل کیږي.

دا تر ډېره په افریقايي اوپخواني شوروي اتحاد جمهوریتونو کې کارول کیږي.

اوس په افغانستان کې یو شمېر ګوندونه د لاریونونو په ترسره کولو غواړي چې د افغانستان د ټاکنو نظام بدل شي. دوی غواړي چې فردي رایې او د رایو نه لېږدېدونکی نظام دې په تناسبي نظام بدل شي.

د دوی د دې کار موخه ګوندونو ته د رایې لېږدېدو او د دوی د برخې او اغېز ډېرېده په ګوته شوي دي.

خو د افغانستان د ټاکنو کمیسون وايي، د ټاکنو نظام بدلولو لپاره پوره وخت نشته او میزان د ۲۸ نیټې ولسي جرګې ټاکنو لپاره چمتوالی نیول شوی دی.

ټاکل شوې له درې کلونو ځنډ وروسته د ۱۳۹۷ کال د میزان په ۲۸ په افغانستان کې د ولسي جرګې ټاکنې وشي. له دې شپږ میاشتې وروسته ټاکل شوې خلک د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره رایه اچونه وکړي.