کندوز؛ د طالبانو برید کې "نهه" سرتېري وژل شوي

Image caption یوه سرچینه وايي دې برید کې ۱۳ سرتېري وژل شوي دي.

د افغانستان شمال ختیځ ته کندوز ولایت کې وسلوالو طالبانو د جمعې ورځې په سهار( د اکتوبر ۱۱) د افغان امنیتي ځواکونو پر پوستو برید کړی.

په شمال ختیځ کې د پامیر شلمې فرقې قوماندان غلام مرتضا سروري بي بي سي ته وویل په دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي اردو په بلول پوسته د طالبانو برید کې د دغه ټولي قوماندان عبدالرحمن په ګډون ۹ کسان وژل شوي او ۹ نور ژوبل شوي دي.

یوې امنیتي سرچنیې له نوم پرته بي بي سي ته وویل طالبانو دشت ارچي ولسوالۍ کې د ملي اردو پر بلول پوسته برید کړی او د ټوليمشر په ګډون یې ۱۳ سرتېري وژلي او ګڼ نور یې ژوبل کړي دي.

سرچینه زیاتوي چې یو شمېر سرتېري لا هم ورک دي، ځکه ښايي د مرګژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

* ''کندوز پولیسو د وسله والې ډلې مشر نیولی''

* ولسمشر غني کندوز کې د ملکیانو پر وژنې بښنه وغوښته

خو د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي وايي، چې څلور سرتېري وژل شوي او څلور ټپیان دي.

هغه دا هم وویل، چې د طالبانو د سرې قطعې یوولس وسلوال شوي او نهه ټپیان دي.

د دغه ولایت امنیتي چارواکي په دشت ارچي کې د طالبانو د برید پخلی کوي خو امنیتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې کره شمېره ځکه نه ورکوي چې په خبره یې لاهم په سیمه کې جګړه دوام لري.

ښاغلی سروري وايي چې په دغه سیمه کې د طالبانو او افغان امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه دوام لري.

دشت ارچي

د انځور حقوق .
Image caption کندوز له تاجکستان سره پوله لري.

دشت د کندوز ناکراره ولسوالي ده، پل مومن، ګورتپه او شاه روان د دغې ولسوالۍ هغه سیمې دې چې په تېرو دریو کلونو کې ډېر ځله پکې د افغان امنیتي ځواکونو او وسلوالو طالبانو ترمنځ سختې نښتې شوې دي.

درې میاشتې وړاندې هم طالبانو په پل مومن سیمه کې د ملي اردو پر یوه پوسته برید وکړ او ۴۷ کسانو ته یې مرګ ژوبله واړوله.

وسلوالو طالبانو د پنجشنبې په شپه د کندز په قلعه زال ولسوالۍ کې د سرحدي پولیسو پر یوې پوستې برید کړی.

امنیتي ځواکونو ویل دغه برید کې اووه پولیس او اووه وسلوال وژل شوي

خو یوې بلې باوری سرچینې بي بي سي ته منلې وه چې دغه برید کې ۱۵ افغان ځواکونه وژل شوي وو.